Connect with us

تازه خبرونه

د کاسا زر اړوند هېوادونو د مشرانو ناسته په تاجکستان کې تر سره شوه

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

کاسا زر د مرکزي آسیا له هېوادونو څخه سویلي آسیا هېوادونو ته د ۱۳سوه میګاواته برښنا د لیږد پروژه ده. په دې پروژه کې د قیرغیزستان او تاجکستان هېوادونو برښنا افغانستان او پاکستان ته د افغانستان له شمال ختیځو او ختیځو سیمو تېریږي؛ خو د دې پروژې په کار کې ځنډ یوه لویه اندېښنه ګڼل کیږي.

د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان وایي، زمونږ په باور د دې پروژې کار ډېر وروسته پاتې شوی، مونږ په دې باور یو؛  ډېره مهمه ده، چې دغه ځنډ پای ته ورسیږي. مونږ له اړوند هېوادونو غواړو، چې افغان لوری له هر ممکن اړخه تیار کړي، چې دغه پروژه ژر پیل شي.

د نووړي په وینا؛ د پروژې د ځنډ له کبله د پروژې اړوند هېوادونه هر کال پېنځه سوه میلیون دالر له لاسه ورکوي او په دې اړه یې د افغان دولت د  ژر پاملرنې غوښتنه یې وکړه.

 د افغانستان ولسمشر اشرف غني  وایي؛ حکومت هڅې پیل کړي، چې دغه پروژه پلې شي.

ښاغلی غني زیاتوي، فغانستان هڅه کوي، چې کاسا ۱۰۰۰ پروژه له مفکورې څخه د عمل ډګر ته راووځي او پلې شي. د کاسا زر پروژې ټول لومړني تدارکاتي کارونه بشپړ شوي او تړونونه لاسلیک ته چمتو دي. تړونونه باید څلورو هېوادونو کې هممهاله لاسلیک شي. کوم هېواد، چې په منځ کې دی، تر هغې پورې، چې د درې نورو هېوادونو د تړونونو ډاډ حاصل نه کړي، په یوازې سر کار نه شي پیلولی.

د پاکستان لومړي وزیر دغه پروژه افغانستان او سیمې ته مهمه بللې ده.

د پاکستان لومړی وزیر نوازشریف په ډاګه کړې، چې        

دغه پروژه غړیو هېوادونو ته اقتصادي، ټولنیزې او محیطي ګټې لري. د انرژۍ ستونزې به حل کړي، کاري زمینې برابروي او له سیمه ییز پیوستون سره مرسته کوي. باید هڅه وکړو، چې له اړتیا سره سمه پلې شي. کاسا زر کولی شي افغانستان ته د عوایدو سرچینه وی او ستر سوداګریز فرصتونه برابر کړي.

د دې پروژې پر پلي کیدو څه باندې یو نیم میلیارد دډالر لګښت راځي او باید تر راتلونکي کال بشپړه شي.

په دغه ناسته کې پر ولسمشر غني سربېره د تاجکستان جمهوررییس امام علي‌رحمان، د پاکستان لومړی وزیر محمدنواز شریف، د قرغزستان لومړي وزیر جيين بیکوف، د نړيوال بانک لوړپوړی پلاوي او په کاسا زر پروژه کې د شریکو هېوادونو لوړ پوړیو مقاماتو برخه درلوده.

Advertisement

تازه خبرونه

د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.

د سیمه‌ییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخان‌دریا د والي له‌خوا د بلخ  چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.

د سرخان‌دریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.

په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.

کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان‌-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې  د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.

نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.

بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.

او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.

ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.

Continue Reading

تازه خبرونه

له اسلامي امارت سره  نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼ‌شمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.

ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.

د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!