Connect with us

تازه خبرونه

د تېرکال په پرتله د تازه میوې په تو لید کې۵۰ سلنه زیاتوالي راغلي

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د سوداګرۍ خوني مسوولین  وايي،  د تېرکال په پرتله د تازه میوې په تو لید کې پنځوس سلنه زیاتوالي راغلي او د میوې صادارت هم ښه شوي دي.

د سوداګرۍ خونې مرستیال خانجان الکوزی وايي، که څه هم د تازه میوې فصل پای  ته ندی رسید لی؛ خو تر او سه پورې د تازه میوو د صادارتو له اړخه افغان سوداګرو ښه صادارت د رلو دل.

ښاغلی الکوزی زیاتوي، تر اوسه افغان سوداګرو د سیمې هېوادونو ته د ځمکي له لارې ۶۸ زره ټنه تازه میوه صادره کړې، چي ډېر يي انګوراو خټکي دي.

هغه دا هم ویلي، چې په روان کال کي د افغان صادارتو په وړاندې پاکستان هیڅ ستونزه هم  نده جوړه کړي.

نوموړي په ډاګه کړې؛ مونږه د پاکستان د واګې بندر له لاري هم صادارت درلودل او د تېر کال په پرتله مو قیمتونه هم لوړ شوي، چې نږدي پنځوس سلنه په کي زیاتوالی راغلی. هیله لرو، چي انار او مڼې به مو هم ښه بازار ولري.

د اقتصادي چارو یو شمېر کارپوهان وايي، که حکومت د صادراتو لپاره بازار موندني په برخه هڅي وکړي؛  د افغان باغ لرونکيو او سوداګرو مالونه به ښايي نړیوالو بازارو نو ته هم ورسیږي.

اقتصادي کارپوه حکیم الله صدیقي وایي، افغان حکومت نه باید یوازې په ګاونډ او د جنوبی آسیا هېوادونو  پر بازار اتکا وکړي، بلکې باید د منځنۍ آسیا هېوادونو ته هم خپل صادارت پراخ کړي، چې افغان سوداګر او باغ لرونکي زیاته  ګټه تر لاسه کړي.

د سوداګرۍ خو نه په ډاګه کوي؛ هڅي پیل شوي، چې د منځنۍ آسیا له لارې د دوه اړ خیز ترانزیت ستونزې حل او د دغو هېوادونو لپاره به هم صادارت پیل شي.

د سوداګرۍ او صنایعو وزارت مسوولین وايي، چي ډېر ژر به ولسمشر د منځنۍ آسیا له هېوادونو سره دوه اخیزه ترانزیتي هوکړه لاسلیک کړي.

خبریال: اسلم حجاب

تازه خبرونه

د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.

د سیمه‌ییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخان‌دریا د والي له‌خوا د بلخ  چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.

د سرخان‌دریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.

په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.

کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان‌-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې  د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.

نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.

بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.

او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.

ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.

Continue Reading

تازه خبرونه

له اسلامي امارت سره  نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼ‌شمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.

ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.

د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!