تازه خبرونه
د امریکا اجندا د افغانستان ثبات نه دی
د امریکا متحده ایالاتو لومړنی متحد، چی اوس پر دغه هېواد ډېرې نیوکې کوي؛ د چین له سي جي تي ان تلویزیوني شبکې سره په خبرو کې ویلي؛ د امریکا متحده ایالاتو اجندا د افغانستان ثبات نه دی.
د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی وایي، د امریکا اجندا د افغانستان ثبات نه دی، که د امریکا د کار دستورهمدا وای په افغانستان کې به اوس ثبات ټینګښت موندلی و. دا اجندا داسې لکه، چې اوس ښکاري له افراطیت سره اغېزناکه مبارزه نه وه. که داسې وای له پېنځلسو کلونو وروسته به مونږ اوس مصون وو او افراطیت به لږ و. له دې سره سره، چې امریکا په افغانستان کې حضور لري مونږ ګورو، چی داعش را څرګند شو.
هغه په افغانستان کې د تاوتریخوالۍ پای د امریکا په رښتینولی او د جګړې په مسوولانه پای ته رسولو پوري تړي.
د افغانستان پخوانی ولسمشر تائیدوي، چې د افغانستان وضعیت د ناوړتیا په حال کې دی او دلیل يی د ترهګرې پروړاندې د مبارزې تر نامه لاندې د امریکا نمیګړي عملیات او تېروتني ګڼي.
د نوموړي په وینا؛ متاسفانه په افغانستان کي امنیتي وضیت د ناوړتیا په حال کې دی؛ د یو شمېردلایلو له امله، په پیل کې، چې کله امریکا افغانستان ته د امنیت د ټینګښت او ترهګرې پروړاندې مبارزې په نامه راغله د ترهګری پر مرکزونو او پټنځایونو یې تمرکز، ونکړاو پرځای یې په دې څوارلس کلونو کې په افغانستان کې پر کلیو بمونه وغورځول، افغانانو ته یې زیان ورساوه او زندانیان یی کړل.
د هغه په وینا؛ افغان امنیتي ځواکونه لږ روزل شوي او سمبال شوي او د ترهګرې پروړاندې مبارزه د یوې سیمه ییزې او نړیوالې تګلارې له مخې نه ده شوې.
هغه په ډاګه کړې، چې روزنه یې کمزورې، تجهیزات ناکافي او پولې د نفوذ وړ او له افغانستان بهر پټنځایونه او دا حقیقت، چی امریکا او متحدین یې، چې افغانستان ته راغلي وه د هغه موخې له پاره یې کار ونه کړ. دا کار په سیمه کي د همکارې یوې تګلارې، د ترهګرو د پټنځایونو او تمویل سرچینو ته پاملرنې، د افغانستان دولت د ظرفیت او اقتصاد جوړول او په دغو عملیاتو کې د سیمه ییزې همکارۍ لټون و او په بدل کې یي امریکا هغه اجندا او ګټي پرمخ یووړې، چې د ترهګرې پروړاندې مبارزې خلاف وې.
نوموړسی که څه هم له افغانستان سره د امریکا لومړنی همکاري ستايي؛ خو وايي نه شي کولای د امریکا د عملیاتو او شتون په موجودیت کي د افغانستان ناامني، په سیمه کي د افراطیت او ترهګري ډېروالی او د داعش راڅګندیدل رد کړي.
حامد کرزی وايي؛ زه غواړم ووایم یو څوک شته، چی ترهګرو ته روزنه ورکوي او هغوی تمویلوي او سمبالوي؛ نو هغه څوک دي؟
هرڅومره، چي دوی د افراطیت پر وړاندې مبارزه ډېروي افراطیت هم ډېروالی مومي. یوه ستونزه شته، چی یا دوی له افراطیت سره مبارزه نه کوي او یا د هغو پروړاندې د مبارې په موخه سم ځای ته نه ځي. امریکا او متحدینو یي له افراطیت څخه د پخواني شوروي اتحاد پروړاندې د یوې وسیلي په توګه کار واخیست.
کرزی زیاتوي، امریکا باید له روسیې، ایران، چین، هند او پاکستان سره په ګډه په رښتیني توګه د افغانستان جګړه په مسوولانه ډول پای ته ورسوي.
د افغانستان دا پخوانی لوړ پوړی چارواکي په داسي حال کې دا څرګندونې کوي، چې په سپینه ماڼې کې د افغانستان په اړه د واشنګتن پر تګلاره بحث روان دی.
تازه خبرونه
د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې
نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.
د سیمهییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخاندریا د والي لهخوا د بلخ چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.
د سرخاندریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.
په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.
کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.
تازه خبرونه
په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي
نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.
نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.
بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.
او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.
ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.
تازه خبرونه
له اسلامي امارت سره نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼشمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.
ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.
د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.
-
تازه خبرونه4 days ago
وروستیو سیلابونو په افغانستان کې ۱۵۰۰ کورنیو ته زیانونه رسولي
-
نړۍ2 days ago
د فلسطین پر رفح ښار اسرائیلي ځواکونو د ځمکنيو بریدونو ګواښ وکړ
-
نړۍ4 days ago
د مالیزیا بحري ځواکونو د چورلکو په ټکر کې ۱۰ کسان مړه شول
-
لوبی5 days ago
عینو مېنې، استقلال کابل او اټکانرژي فوټبال لوبډلې، خدیم افسي مات کړل
-
تازه خبرونه4 days ago
راشد خان د افغان بیسیم سوداګریز سفیر شو
-
لوبی2 days ago
اټکانرژۍ لوبډلې په نهمه سیالۍ کې سرخپوشانخوافي ته ۱ـ ۰ ماتې ورکړه
-
لوبی4 days ago
د موج ساحل لوبغاړي د جوانان واحدي لوبډلې پر وړاندې زړهراکښونکی ګول ترسره کړ
-
سیمه ییز خبرونه5 days ago
د ایران ولسمشر پر درې ورځني سفر پاکستان ته ولاړ