Connect with us

تازه خبرونه

د امریکا دفاع وزارت په ننګرهار کې د خپلو ۳ سرتېرو وژنه ومنله

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د امریکا د دفاع وزارت په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې د خپلو ۳ سرتېرو وژنه ومنله او په ډاګه شوې؛ یوه افغان سرتېري پر امریکایانو ډزې وکړې، چې په کې ۳ امریکايي سرتېري ووژل شول او یو بل یې دي.

د خبرپاڼې له مخې؛ د پېښې څېړنه روانه ده، چې په اړه به یې بشپړې څرګندونې وروسته خپرې شي.

د امریکا د ولسمشر مرستیال پنس په یوه غونډه کې په ډاګه کړې، چې د سرتېرو په وژل کیدو مونږ خفه کیږو؛ زمونږ دعاګاني او خواشینۍ به د وژل شویو سرتېرو له کورنیو سره وي.

د ننګرهار والي ویاند عطاالله خوږیاڼي ویلی، چې دغه پېښه د ننګرهار ولایت په اچین ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده. په دغه سیمه کې د امریکا ځانګړي ځواکونه له افغان ځواکونو سره د داعش او طالابانو په وړاندې جنګیږي.

خوږیاڼي زیاته کړې، چې افغان سرتېري هم وژل شوي؛ خو تر اوسه پورې دا نه ده څرګنده، چې افغان سرتېري ولې پر اړوند ځواکونو ډزې کړې وې.

نوموړي زیاته کړې، چې په دې اړه څېړنې پیل شوې دي.

له دې مخکې طالب ویاند ذبیح الله مجاهد د شنبې په ورځ رسنیو ته په ډاګه کړې وه، چې د دوی نفوذي سرتېري د ننګرهار په اچین کې پر امریکایي سرتېرو ډزې کړي او ۴ یې ترې ووژل.

نوموړي زیاته کړې، چې نفوذي سرتېری وروسته د افغان سرتېرو له لوري پر ډزو وژل شوی دی.

Advertisement

تازه خبرونه

د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.

د سیمه‌ییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخان‌دریا د والي له‌خوا د بلخ  چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.

د سرخان‌دریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.

په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.

کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان‌-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې  د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.

نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.

بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.

او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.

ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.

Continue Reading

تازه خبرونه

له اسلامي امارت سره  نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼ‌شمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.

ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.

د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!