Connect with us

تازه خبرونه

طالبانو د سیمه ییزو چارواکو په مرسته د ملي اردو سرتيري وژلي

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

vlcsnap-2015-04-18-18h07m04s71

د بدخشان ولایت ځینو اوسیدونکو ولسمشرۍ ماڼۍ ته نږدې په یوه لاریون کې د روانې اوونۍ تر پایه د دغه ولایت د لومړۍ درجه چارواکو د ګوښه کېدو غوښتنه وکړه.

دوی څرګنده کړه چې طالبان له سیمه ییزو چارواکو او په دولتي بنسټونو کې له ځینو افرادو سره په همکاري کې د جرم په ولسوالۍ کې د ملي اردو د سرتیرو په وژلو لاس پورې کړی دی.

دوی وایي، باید پریښنودل شي چې دغه ولایت د داعش د فعالیتونو پر ځای واوړي.

لاریون کونکي همدا راز د جرم د ولسوالۍ د وروستۍ پیښې په تړاو د هغو چارواکو او مسولینو د علني محکمې غوښتنه کوي چې د دوي په وینا خپلو دندو کې یې ناغیړي کړې ده.

 vlcsnap-2015-04-18-18h07m37s133

لاریون کونکي حکومت ضد شعارونه ورکول او ویل یې، طالبانو په ولسمشرۍ ماڼۍ کې له ځینو کړیو او له سیمه ییزو چارواکو سره په همکاري کې د افغان ځواکونو پر پوستو برید کړی دی.

دوی له ولسمشر او اجرایی رییس غواړي چې له خپلو دندو لرې شي او د بدخشان د لوړ پوړو چارواکو د ګوښه کېدو غوښتنه هم لري.

قهریدلي لاریون کونکي غواړي چې هغه دولتي مامورین باید افشا شي چې له طالبانو سره همکار دي.

vlcsnap-2015-04-18-18h08m43s57

دوي باوري دي چې د حکومت عمر به اوږد نه وي.

لاریون کونکي همدا راز په بدخشان او شمال سیمو کې د داعش د فعالیتونو مخنیوی غواړي.

د بدخشان د جرم په ولسوالۍ کې اته ورځې مخکې د ملي اردو پر پوستو د طالبانو په برید کې د ملي اردو له شلو زیات سرتیري ووژل شول او ځینې نور هم ټپیان شول.

د کورنیو چارو وزیر بیا وایي چې د دغو سرتیرو د وینو غچ به له طالبانو واخلي.

خبریال: فواد ناصري

Advertisement

تازه خبرونه

د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.

د سیمه‌ییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخان‌دریا د والي له‌خوا د بلخ  چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.

د سرخان‌دریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.

په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.

کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان‌-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې  د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.

نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.

بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.

او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.

ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.

Continue Reading

تازه خبرونه

له اسلامي امارت سره  نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼ‌شمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.

ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.

د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!