تازه خبرونه
د سام ناسته د افغانستان له پاره گټوره وه- هایسم
په افغانستان کې د ملگرو ملتونو ځانگړي استازي نیکولایس هایسم وایي، چې په کابل کې د سام دوه ورځينی ناسته د افغانستان او نړیوالې ټولنې له پاره مهمه وه.
نوموړی زیاتوي، په دغه ناسته کې د نورو ناستو په پرتله د افغانانو پر هغو غوښتنو بحث وشو، چې ورته زیاته اړتیالري.
نوموړي په ډاگه کړه، چې له ۲۰۱۶ کال ورورسته به نړیواله ټولنه له افغانستان سره د مرستي له پاره وهڅوو، چې دا کار د اصلاحاتو او غوښتنو په نظر کې له نیولو سره تر سره کیږي.
په کابل کې د ملگرو ملتونو ځانگړی استازی نیکولاس هایسم وایي، افغان حکومت له نړیوالو څخه د مرستو په اړه د معلوماتو د اخیستو حق لري؛ ځکه، چې د خلکو په ژوندانه کې بدلون راشي. زما له نظره دغه ناسته دواړو لوریو ته بریالي وه هم نړیوالي ټو لنی ته او هم د افغانستان حکومت ته.
د مالیی وزیر وایي، په دغه ناسته کي پخوانی ژمنې مثبتې وارزول شوې او نوي ژمني هم وشوې، چې افغان حکومت یې په بشپړې ځاري، چې په پوره کیدو به یې افغان حکومت وتوانیږي په ۲۰۱۶ میلادی کال غونډه کي د نړیوالو مالي ملاتړ ترلاسه کړو .
د مالیی وزیر اکلیل احمد حاکمي وایي، تر یوه کال پورې مو یو شمېر نوي موضوعات له نړیوالو سره یاد کړي، چې افغان حکومت به یی عملی کولو ته لاس په کار شي؛ په دي کې له فساد سره مبارزه ، د ټاکنو کمیسیون د اصلاح لړي پیل او د دیمو کراسۍ د ځواکمنتیا تر ځنگ پر یو شمیر نورو مواردو هم هوکړه شوی ده
افغان حکومت، چې لس میاشتی وړاندی په کومه برخه کې د نړیوالو رضایت تر لاسه کړ هغه د کابینی بشپړوالی،په کابینه کې د میرمنو د ونډې زیاتوالی، په دولتي تړونونو کې د رڼښت رامنځته کول او د میرمنو د ځورونې او کړونې د قانون بشپړتیا هغه موارد دي، چې نړیوالو پرې قانعت کړي دی.
خبریال:اسلم حجاب.
تازه خبرونه
د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې
نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.
د سیمهییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخاندریا د والي لهخوا د بلخ چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.
د سرخاندریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.
په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.
کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.
تازه خبرونه
په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي
نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.
نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.
بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.
او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.
ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.
تازه خبرونه
له اسلامي امارت سره نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼشمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.
ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.
د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.
-
تازه خبرونه2 days ago
وروستیو سیلابونو په افغانستان کې ۱۵۰۰ کورنیو ته زیانونه رسولي
-
نړۍ4 days ago
د جاپان دوه پوځي چورلکې بحر ته وغورځېدې
-
تازه خبرونه4 days ago
د پاکستان سرحدونو وزیر د افغان کډوالو پر باعزته ستنېدا ټینګار وکړ
-
نړۍ2 days ago
د مالیزیا بحري ځواکونو د چورلکو په ټکر کې ۱۰ کسان مړه شول
-
لوبی3 days ago
عینو مېنې، استقلال کابل او اټکانرژي فوټبال لوبډلې، خدیم افسي مات کړل
-
تازه خبرونه2 days ago
راشد خان د افغان بیسیم سوداګریز سفیر شو
-
لوبی2 days ago
د موج ساحل لوبغاړي د جوانان واحدي لوبډلې پر وړاندې زړهراکښونکی ګول ترسره کړ
-
سیمه ییز خبرونه3 days ago
د ایران ولسمشر پر درې ورځني سفر پاکستان ته ولاړ