Connect with us

تازه خبرونه

حکومت د 31 تښتول شویو کسانو په اړه بې پروایي کوي

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

vlcsnap-2015-04-18-17h13m14s16

په زابل کې د یودیرشو تښتول شویو کسانو خپلوان وایي چې حکومت او ملي شورا د دغو کسانو په وړاندې بې پروا ده.

دوی چې د ملي شورا په وړاندې را ټول شوي وو، وایي چې حکومت د دغې قضیې په وړاندې کمزوری عمل کوي او د هرې ناوړه پایلې مسول به حکومت وي.

په همدې حال کې د ولسي جرګې ځینې غړي وایی، ولسي جرګه به د یودیرشو کسانو د خلاصون لپاره خپلې هڅې ونه سپموي.

په داسې حال کې چې نږدې دوه میاشتې کیږي په زابل کې یودیرش کسان تښټول شوي؛ خو تر اوسه یې برخلیک نه دی روښانه او خپلوان یې په ویر کې دي.

د دغو یودیرشو تښتول شویو خپلوان د ملي شورا په وړاندې را ټول شوي او له حکومت او ملي شورا نه یې غوښتنه دا ده چې په دې برخه کې یې شته پوښتنو ته ځواب ورکړي.

 vlcsnap-2015-04-18-17h13m20s100

د کار او پراختیا ګوند رییسذوالفقار امید:

د ډاکټر اشرف غني او عبدالله عبدالله په مشرئ حکومت د دې ملي ناورین په وړاندې له تبعیض او تعصب څخه ډک چلند کوي. پر دوی باید زور واچول شي څو د ملت په وړاندې ځواب ویونکي واوسي.”  

         vlcsnap-2015-04-18-17h13m55s183

د یوه تښتول شوي خپلواناقبال علي مظفري هم خبرداری ورکوي او وایي چې د مليوني حرکتونو او لاریونونو په واسطه به له دولت څخه کلکه پوښتنه وکړي.

په همدې حال کې د ولسي جرګې ځینې غړي هم په حکومت له دې کبله نیوکه کوي چې د دوي په وینا، د دغې قضیې په وړاندې غلی دی.

 vlcsnap-2015-04-18-17h14m04s33

د ولسې جرګې غړیبکتاش سیاووش:

په داسې یو هیواد کې چې یودیرش ښاریان یې په لسګونو ورځې کیږي چې تښتول شوي او هیڅوک نشته چې د اتباعو په وړاندې مسول او ځواب ویونکی وي چې دوی چیرې دي او چا تښتولي دي.                        

بلخوا د هغو څلورو کسانو مړي چې د غزني د مالستان په ولسوالۍ کې ترې سرونه غوڅ شوي وو، نن خارو ته وسپارل شول.

vlcsnap-2015-04-18-17h14m35s83

د نوي نسل شبکه په یوې ناسته کې له حکومت غواړي چې د پیښې عاملین په سزا ورسوي.

د نوي کال له پیل سره جوخت وسلوالو مخالفینو هم خپلو بریدونو او فعالیتونو ته زور ورکړی دی خلک له حکومت په ځانګړې توګه امنیتي بنسټونو غواړي چې خپل مسولیتونه درک کړي او د خلکو د سر او مال د ساتنې لپاره زیاتې هڅې وکړي.

خبریال: رفیع صدیقي

Advertisement

تازه خبرونه

د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.

د سیمه‌ییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخان‌دریا د والي له‌خوا د بلخ  چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.

د سرخان‌دریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.

په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.

کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان‌-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې  د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.

نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.

بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.

او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.

ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.

Continue Reading

تازه خبرونه

له اسلامي امارت سره  نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼ‌شمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.

ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.

د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!