تازه خبرونه
په نشه یي توکو د روږدو کسانو شمېر زیات شوی
د افغانستان د بشر د حقونو خپلواک کمیسیون په نشه یي توکو د روږدو ښځو په شمېر کې پر زیاتوالي اندیښنه ښیي.
دغه بنسټ وایي، د ښځو پر وړاندی د تاوتریخوالي دوه زره پیښې ثپت شوي چې ډیرې یې په نشه یی توکو د روږدو قضیې دي.
له نشه یي توکو سره د مبارزې وزارت د شمیرو له مخي دوه میلیون کسان په نشه یی توکو روږدي دي چې تر دوه سوه پنځوس زره ډیر یې ښځې او ماشومان جوړوي.
نا امني، بیکاري او ګاوندیو هیوادنو ته کډوالي په هیواد کې د روږدتیا مهم عوامل ګڼل کیږي. اعتیاد یوه داسې ستونزه بلل کیږي چې د هرې ورځې په تېریدو سره د پراختیا په حال کې ده او ویل کیږي چې ترې ښځې او ماشومان هم نه دي خوندي.
د بشر د حقونو خپلواک کمیسیون په نشه یي توکو د روږدو ښځو په شمېر کې پر زیاتوالي اندیښنه ښیي او وایي، د چارواکو له خوا د قانون نه تطبیق د دې ستونزې د پراختیا عامل دی.
دوی وایي چې ډیرې میرمنې د خپلو روږدو خاوندانو لخوا اړایستل کیږي چې نشه وکړي څو دوی یوازي پرینږدي.
عادله امرخیل د بشری حقونو د کمیسیون دمیرمنو دحقونو ساتنی او پراختیا مرستیاله:
“له دوه زره ډیر د ښځو پر وړاندی د تاوتریخوالی قضی ثپت شوي چې ډیري د ښځو د اعتیاد مسایل دي چې خاوندان یی هغه دی ته هڅوي چې په نشه یی توکو روږد کړي تر څو دو خوشی نکړی او یو شمیر نور یی د سختو فزیکی کارونو د اجرا لپاره نشه یی توکي استعمالوی چې دا د اندیښنی وړ دي.“
د نشه یي توکو په وړاندې د مبارزې وزارت وایي، دا مهال تر دوه سوه پنځوس زرو زیاتې ښځې او ماشومان په نشه یي توکو روږدې دي.
د نشه یی توکو پر وړاندی د مبارزی مرستیال ابراهیم اظهر:
“د روږدو کسانو شمیره له دوه میلیون ډیر شوي چې تر شل سلنه یی ښځی او ماشومان دي. د دوه کلونو په ترڅ کي د روږدو کسانو د درملنې لړۍ ظرفیتونه لوړ شوي. له اته زرو روږدو کسانو درملنې اوس ۲۹ زرو ته رسیدلی دي.“
د نشه یي توکو په وړاندې د مبارزې وزارت د معلوماتو له مخې، دا مهال په افغانستان کې د نشه یي توکو کلنی ارزښت اویا میلیارد ډالرو ته رسیږي چې له دغو پیسو یوازې څلور میلیارد ډالره یې کورنیو کارباریانو ته او پاتې نورې د نړیوالې مافیا جیبونو ته ځي.
خبریال: عبدالعزیز کریمی
تازه خبرونه
د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې
نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.
د سیمهییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخاندریا د والي لهخوا د بلخ چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.
د سرخاندریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.
په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.
کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.
تازه خبرونه
په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي
نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.
نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.
بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.
او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.
ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.
تازه خبرونه
له اسلامي امارت سره نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼشمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.
ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.
د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.
-
تازه خبرونه3 days ago
وروستیو سیلابونو په افغانستان کې ۱۵۰۰ کورنیو ته زیانونه رسولي
-
نړۍ1 day ago
د فلسطین پر رفح ښار اسرائیلي ځواکونو د ځمکنيو بریدونو ګواښ وکړ
-
نړۍ3 days ago
د مالیزیا بحري ځواکونو د چورلکو په ټکر کې ۱۰ کسان مړه شول
-
لوبی4 days ago
عینو مېنې، استقلال کابل او اټکانرژي فوټبال لوبډلې، خدیم افسي مات کړل
-
تازه خبرونه3 days ago
راشد خان د افغان بیسیم سوداګریز سفیر شو
-
لوبی3 days ago
د موج ساحل لوبغاړي د جوانان واحدي لوبډلې پر وړاندې زړهراکښونکی ګول ترسره کړ
-
لوبی1 day ago
اټکانرژۍ لوبډلې په نهمه سیالۍ کې سرخپوشانخوافي ته ۱ـ ۰ ماتې ورکړه
-
سیمه ییز خبرونه4 days ago
د ایران ولسمشر پر درې ورځني سفر پاکستان ته ولاړ