تازه خبرونه
ولسي جرګې د ارشاد حج او اوقافو وزیر د ځواب ویلو لپاره غوښتی و
ولسي جرګې د ارشاد حج او اوقافو وزیر فیض محمد عثماني د فرخندې د وژنې په تړاو د ځواب ویلو لپاره غوښتی و.
د ولسي جرګې غړي له دغه وزارت غواړي چې د فرخندې د وژنې قضیې او له خرافاتو د مخنیوي لپاره ژر عملي اقدام وکړي.
دوی د فرخندې وژونکو ته د سزا غوښتنه لري او له حکومت غواړي چې هغوی په سزا ورسوي.
په همدې حال کې د ارشاد، حج او اوقافو وزیرښاغلي عثمانيد فرخندې وژنه یو ستر جنایت بولي او ټینګار کوي چې یو پلاوی ګمارل شوی څو تعویذ لیکونکي په پلازمینه کې ټول کړي.
نوموړی زیاتوي چې یو لړ پروګرامونه تر لاس لاندې لري څو د ټولو خرافاتو مخنیوی وشي.
ولسي جرګه د فرخندې وژنه یو ستر ناورین بولي او وایي، چې د هغې د وژنې دوسیه باید په جدي توګه تعقیب شي.
د ولسي جرګې غړي د فرخندې وژنه د تعویذ لیکونکو خرافات بولي او وایي چې دغه تعویذ لیکونکي باید ټول شي.
په همدې حال کې د ولسي جرګې لومړی مرستیال ټینګار کوي چې باید د ټولو هغو تعویذ لیکونکو مخه ونیول شي چې خلک خرافاتو ته هڅوي.
د ولسي جرګې غړي ټینګار کوي چې د ارشاد، جج او اوقافو وزارت باید داسې پروګرامونه تر لاس لاندې ونیسي څو هیڅوک ونه شي کړای چې د دین د عالم په جامه کې له دین ناوړه استفاده وکړي او خلکو ته په بیلابیلو ډولونو دوکې ورکړي.
خبریال:رفیع صدیقی
تازه خبرونه
د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې
نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.
د سیمهییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخاندریا د والي لهخوا د بلخ چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.
د سرخاندریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.
په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.
کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.
تازه خبرونه
په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي
نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.
نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.
بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.
او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.
ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.
تازه خبرونه
له اسلامي امارت سره نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼشمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.
ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.
د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.
-
تازه خبرونه3 days ago
وروستیو سیلابونو په افغانستان کې ۱۵۰۰ کورنیو ته زیانونه رسولي
-
نړۍ5 days ago
د جاپان دوه پوځي چورلکې بحر ته وغورځېدې
-
نړۍ3 days ago
د مالیزیا بحري ځواکونو د چورلکو په ټکر کې ۱۰ کسان مړه شول
-
تازه خبرونه5 days ago
د پاکستان سرحدونو وزیر د افغان کډوالو پر باعزته ستنېدا ټینګار وکړ
-
لوبی4 days ago
عینو مېنې، استقلال کابل او اټکانرژي فوټبال لوبډلې، خدیم افسي مات کړل
-
تازه خبرونه3 days ago
راشد خان د افغان بیسیم سوداګریز سفیر شو
-
لوبی3 days ago
د موج ساحل لوبغاړي د جوانان واحدي لوبډلې پر وړاندې زړهراکښونکی ګول ترسره کړ
-
نړۍ20 hours ago
د فلسطین پر رفح ښار اسرائیلي ځواکونو د ځمکنيو بریدونو ګواښ وکړ