تازه خبرونه
د پیسو د وینځلو په قانون کې تعدیل، د ولسي جرګې له خوا رد شو
د پیسو د وینځلو او له جرمونو څخه د را پیدا شويو عوایدو د مخنیوی په قانون کې تعدیل، د ولسي جرګې په اکثریت رایو سره رد شو.
حکومت ولسي جرګې ته وړاندیږ وکړ تر څو د دغه قانون د څلورمې مادې پنځمه فقره له قانون څخه حذف کړي چې د حکومت دغه وړاندیز په لوی اکثریت سره رد شو.
د دغه مادي پر بنسټ له ۱۳۸۱ کال را په دي خوا هر هغه څوک چې په غیر قانوني توګه پیسې تر لاسه کړي ترقانوني څار لاندې نیول کیږي.
که څه هم دغه قانون توشیح شوی، خو حکومت له ولسي جرګې څخه غوښتي وو چې له دغه قانون د څلورمې مادې پنځمه فقره حذف کړي.
په ولسي جرګه ګې دکابل استازې شکریه بارکزې:
” د قانون ګذاری پر اساس قانون شاته رجعت نکوي او که تاسو بیا نه غواړي چې دا قانون تطبیق شی نو باید چې یوه قوي پلمه پیدا کړي.”
ولسي جرګه کي د بلخ خککو نماینده محمد عبده:
“که دغه ماده حذف کړو نو د ولسي جرګې غړي د تیرو کلونو چور او تالان شوي شتمنی ته د صحت ورکړي دي.”
ولسي جرګه کي د فراه د خلکو استازی حمیرا ایوبی:
“ یو شمیر کړۍ په حکومت کې شته چې د پیسو د مینځلو له لارې یې لوړ پوړي وداني اخستلي او په کورني او بهرني بانکونو کي پیسي ذخیره کړي دي. که موږ دغه ماده حذف کړو نو د هغوی غیر قانونی کړنو ته مو براعت ورکړي دي.“
تر ډیر بحثونو وروسته په ولسي جرګه کې د دغه تعدیل په اړه رايه واخیستل شوه چې په د رایو په اساس د حکومت وړاندیز رد شو.
د پیسو د وینځلو او له جرمونو څخه د را پیدا شوي عوایدو د مخنیوی قانون ۸ فصلونه او ۷۰ مادي لري.
خبریال: عبدالعزیز کریمی
تازه خبرونه
د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې
نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.
د سیمهییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخاندریا د والي لهخوا د بلخ چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.
د سرخاندریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.
په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.
کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.
تازه خبرونه
په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي
نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.
نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.
بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.
او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.
ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.
تازه خبرونه
له اسلامي امارت سره نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼشمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.
ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.
د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.
-
تازه خبرونه3 days ago
وروستیو سیلابونو په افغانستان کې ۱۵۰۰ کورنیو ته زیانونه رسولي
-
نړۍ5 days ago
د جاپان دوه پوځي چورلکې بحر ته وغورځېدې
-
تازه خبرونه5 days ago
د پاکستان سرحدونو وزیر د افغان کډوالو پر باعزته ستنېدا ټینګار وکړ
-
نړۍ3 days ago
د مالیزیا بحري ځواکونو د چورلکو په ټکر کې ۱۰ کسان مړه شول
-
نړۍ1 day ago
د فلسطین پر رفح ښار اسرائیلي ځواکونو د ځمکنيو بریدونو ګواښ وکړ
-
لوبی4 days ago
عینو مېنې، استقلال کابل او اټکانرژي فوټبال لوبډلې، خدیم افسي مات کړل
-
تازه خبرونه3 days ago
راشد خان د افغان بیسیم سوداګریز سفیر شو
-
لوبی3 days ago
د موج ساحل لوبغاړي د جوانان واحدي لوبډلې پر وړاندې زړهراکښونکی ګول ترسره کړ