Connect with us

تازه خبرونه

که د افغانستان په المپیک کې ټاکنې ونشي هڅې به یې وځنډول شي

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

vlcsnap-2017-04-21-14h25m12s27

ورزشي کارپوهان وایي، که د افغانستان په المپیک کې اختلافونه پای ته ونه رسیږي؛ د نړیوال المپیک لخوا به یې هڅې وځنډول شي.

ورزشي کارپوه علي اکبر اصغر زاده په ډاګه کړې، چې د اوسنیو ستونزو د پای یوازنۍ لار ټاکنې دي.

د بدنې روزنې او ورزش رییس همایون خیری وایي،  د المپیک ملي کمیته، چې یو نادولتي بنسټ دی؛ د افغانستان د ورزشي فعالیتونو د تنظیم مسوولیت ور پر غاړې شوی، خو په وروستیو دوه کلونو کې د دې کمیتي خپلمنځيو ستونزو سترې ننګونې را منځته کړې دي.

همدا اوس د المپیک ملي کمیتې مشري محمد ظاهر اغبر کوي او په همدې نوم د یو بل بنسټ  رهبري محمود حنیف په غاړه لري.

دواړه کمیتې خپل تمویلوونکي لري؛ اغبر د آسیایې او نړیوالې شورا لخوا او حنیف د ولسمشر د لومړي معاونیت له لوري تمویلیږي.

د دواړو بنسټونو مشرتابه مقابل لوری تورنوي، چې ناقانونه دی.

د افغانستان د المپیک نړیوالې کمیتې رییس محمد ظاهر اغبر وایي، له مونږ پرته بل المپیک نشته او زه هیله من یم، چې سیاسیون دې اړتیا ته پاملرنه وکړي.        

د المپیک ملي کمیتې سرپرست محمود حنیف وایي، لومړنی المپک همدا زمونږ المپیک و او دا بل وروسته رامنځته شوی دی، قانوني بڼه نلري.         

په همدې حال کې آریانا نیوزته، چې کوم اسناد رسیدلي ښیي؛ د ولسمشر لومړي مرستیال د محمود حنیف سرپرستي تائید کړې؛ خو د آسیا د المپیک شورا او نړیوالې شورا په سایتونو کې د محمد ظاهر اغبر نوم درج دی، چې د افغانستان د المپیک ملې کمیتې د رییس په توګه یې یادونه شوې ده.

د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند جاوید فیصل وایي، د افغانستان د المپیک  ملي کمیته مشروعیت لري، چې په وینا یې نړیوال همدا بنسټ په رسمیت پېژني.

ټاکل شوې وه د تېر کال په وروستیو کې د دغې ستونزې اوارۍ لپاره د المپیک ریاست ته ټاکنې شوې وای؛ خو د المپیک نړیوالې کمیتې په دې برخه کې ټاکنې تر ناڅرګند وخته وځنډولې.

Advertisement

تازه خبرونه

د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.

د سیمه‌ییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخان‌دریا د والي له‌خوا د بلخ  چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.

د سرخان‌دریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.

په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.

کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان‌-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې  د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.

نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.

بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.

او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.

ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.

Continue Reading

تازه خبرونه

له اسلامي امارت سره  نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼ‌شمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.

ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.

د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!