تازه خبرونه
په هېواد کې د غالیو صنعت د ورکیدو له ګواښ سره مخ دی- پسرلی
د سوداګرۍ او صنایعو خونې مسوولین وايي، په هېواد کې د غالیو صنعت د نابودۍ له ګواښ سره مخ دی.
د سوداګرۍ او صنایعو خوني مسوولین وايي، په کورد ننه د غالیو صنعتکاران له ګڼو ستونزوسره مخ دي؛ خو حکومت يي د ستونزو د حل لپآره هیڅ پام ندی کړی. د سوداګرۍ او صنایعو خوني ویاند وايي په روان کال کې د غالیو په تو لید او صادارتو کې لس سلنه لږوالي راغلی.
د سوداګرۍ او صنایعو خونې و یاند صیام پسرلی وایي، د غالیو صنعتکارانو ته د سوداګرۍ اوزارت پاملرنه ونکړه؛ خو ایران او پاکستان وراته ځانګړي امکانات برابر کړل. دا لامل شو، چې په افغانستان کې د غالیو د تولید او صادراتو کچه راټیټه شي.
د سوداګرۍ او صنایعو وزارت مسوولین د سوداګرۍ خونې دغه ادعا ردوي او وايي، چې د تیر کال په پرتله مو په صادارتو کې ۲۸ سلنه ډېروالۍ راغلي، چې غالۍ یې هم یوه برخه ده.
د سوداګرۍ او صنایعو وزارت ویاند مسافر قوقندي وایي په ټوله کې مو په تولیداتو کې ډېروالی راغلی؛ نو مونږ هیله لرو، چې د روان کال تر وروستیو به مو دغالیو صادارت هم لوړ شي.
د اقتصادي چارو کارپوهان وایي، دولت او حکومت دغالیو د صنعت د پراختیا او ملاتړ لپاره کار ندی کړی؛ نو، څکه مو تولیدات د ملي هویت د نابودۍله ګواښ سره مخ دي.
د اقتصادي چارو کارپوه تاج محمد تلاش وایي، د سوداګرۍ وزارت او دولت دغه صنعت ته هیڅ کار ندی کړی؛ پلان او ستراتیژي نشته، نو، څکه يي حالت له ستونزو سره مخ دی.
د سوداګرۍ او صنایعو خونې مسوولین وايي، د کورنیو غالیو د پراختیا لپاره باید هم د هېواد په کچه ملاتړ او د نورو هېوادونو پر وارداتو باید تعرفه لوړه شي، چې د کورنیو غالیو د پراختیا او پلور لامل شي.
خبریال: اسلم حجاب
تازه خبرونه
د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې
نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.
د سیمهییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخاندریا د والي لهخوا د بلخ چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.
د سرخاندریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.
په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.
کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.
تازه خبرونه
په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي
نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.
نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.
بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.
او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.
ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.
تازه خبرونه
له اسلامي امارت سره نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼشمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.
ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.
د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.
-
تازه خبرونه4 days ago
وروستیو سیلابونو په افغانستان کې ۱۵۰۰ کورنیو ته زیانونه رسولي
-
نړۍ2 days ago
د فلسطین پر رفح ښار اسرائیلي ځواکونو د ځمکنيو بریدونو ګواښ وکړ
-
نړۍ3 days ago
د مالیزیا بحري ځواکونو د چورلکو په ټکر کې ۱۰ کسان مړه شول
-
لوبی5 days ago
عینو مېنې، استقلال کابل او اټکانرژي فوټبال لوبډلې، خدیم افسي مات کړل
-
تازه خبرونه3 days ago
راشد خان د افغان بیسیم سوداګریز سفیر شو
-
لوبی4 days ago
د موج ساحل لوبغاړي د جوانان واحدي لوبډلې پر وړاندې زړهراکښونکی ګول ترسره کړ
-
لوبی1 day ago
اټکانرژۍ لوبډلې په نهمه سیالۍ کې سرخپوشانخوافي ته ۱ـ ۰ ماتې ورکړه
-
سیمه ییز خبرونه4 days ago
د ایران ولسمشر پر درې ورځني سفر پاکستان ته ولاړ