تازه خبرونه
روسیه وسلوالو طالبانو ته وسلې ورکوي – جنرال ووتل
د امریکا د مرکزي قومندې قومندان وايي؛ فکر کوم، چې روسیه وسلوالو طالبانو ته وسلې ورکوي.
د امریکا د مرکزي قومندې قومندان جنرال جوزف ووتل د دغه هیواد ولسي جرګې ته په خپلو خبرو کې ویلي، چې ښايي روسیه به له وسلوالو طالبانو سره اړیکې ولري؛ خو په وینا یې د دغه ډول اړیکو پالل ګومه ګټه نلري.
د نوموړي د وینا له مخې؛ روسان به ښايي وسلوالو طالبانو ته ځيني توکي برابر کړي، چې پر هغوی نفوذ ومومي.
جنرال جوزف ووتل زیاتوي؛ له وسلوالو طالبانو سره د روسیې اړیکو تر اوسه په افغانستان کې د دوی ماموریت ته ستونزې نه دي پېښې کړي، خو د دغو اړیکو پایلې یې ښې نه دې بللي.
دغه امریکايي جنرال ویلي، چې امریکايي سرتیري غواړي په افغانستان کې داعش او د هغوی مشران وځپي.
دا درېیم پسرلی دی، چې افغان ځواکونه د جګړې ډير بار ته اوږه ورکوي.
دغه امریکايي جنرال وايي، چې د نړیوالو په ملاتړ په افغانستان کې روان پوځي ماموریت په یوه کړکیچ بدلیدونکی دی.
جنرال ووتل په ډاګه کړې، چې د افغانستان شرایط اوس هم زمونږ لپاره پیچلي دي. مونږ له دفاع وزیر او جنرال نیکولسن سره د خپلو سرتېرو د شمېر په زیاتولو غور کوو، په دې اړه به خبرې له وخت مخکې وي.
هغه څرګندوي؛ اټکل داسې دی، چې افغانستان شاو خوا پېنځه زره نورو نړیوالو سرتېرو ته اړتیا لري، چې د سلا مشورې او روزنې په ماموریت کې ونډه پراخه کړي.
دغه امریکايي جنرال وايي، چې دوی به په افغانستان کې د داعش او د هغوی د رهبرانو پر ځپلو هم تمرکز وکړي.
د هغه په وینا؛ مونږ په افغانستان کې د داعش پر ځپلو په فوقالعاده توګه تمرکز کوو. مونږ په افغانستان کې د داعش فعالیت له پېنځلس ولسوالیو څخه په دوه ولسوالیو کې را محدود کړ او اوس یې هم رهبران په نښه کوو.
جنرال ووتل د افغان ځواکونو وده هم ستایي؛ خو د هغه په وینا اداري فساد او کمزورې رهبرۍ دغه ځواکونه له جدي ستونزو سره مخ کړي دي.
ده د افغانستان د ثبات لپاره په پاکستان کې هم د سخت دریځو ځپل مهم بللي دي.
په داسې حال کې، چې د افغانستان جګړه له کلونو راهیسې روانه ده او د هوا په تودیدو، اټکل داسې دی، چې نوي بهیر ته به ننوځي.
خبریال: فهیم نوري
تازه خبرونه
د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې
نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.
د سیمهییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخاندریا د والي لهخوا د بلخ چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.
د سرخاندریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.
په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.
کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.
تازه خبرونه
په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي
نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.
نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.
بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.
او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.
ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.
تازه خبرونه
له اسلامي امارت سره نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼشمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.
ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.
د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.
-
تازه خبرونه3 days ago
وروستیو سیلابونو په افغانستان کې ۱۵۰۰ کورنیو ته زیانونه رسولي
-
نړۍ5 days ago
د جاپان دوه پوځي چورلکې بحر ته وغورځېدې
-
تازه خبرونه5 days ago
د پاکستان سرحدونو وزیر د افغان کډوالو پر باعزته ستنېدا ټینګار وکړ
-
نړۍ3 days ago
د مالیزیا بحري ځواکونو د چورلکو په ټکر کې ۱۰ کسان مړه شول
-
لوبی4 days ago
عینو مېنې، استقلال کابل او اټکانرژي فوټبال لوبډلې، خدیم افسي مات کړل
-
تازه خبرونه3 days ago
راشد خان د افغان بیسیم سوداګریز سفیر شو
-
نړۍ1 day ago
د فلسطین پر رفح ښار اسرائیلي ځواکونو د ځمکنيو بریدونو ګواښ وکړ
-
لوبی3 days ago
د موج ساحل لوبغاړي د جوانان واحدي لوبډلې پر وړاندې زړهراکښونکی ګول ترسره کړ