Connect with us

تازه خبرونه

د هېواد صنعتي ودې ته دې ځانګړی بورد رامنځته شي

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

vlcsnap-2017-01-27-15h59m09s147

د صنعتکار رانو ټولنه وايي، چې د کورنیو تولیداتو او صنایعو د ودې  لپاره  با ید ځانګړی بورد  رامنځ  ته شي.

په تېرو ۱۵ کلونو کې د هېواد صنعتي پارکو نه بېلا بېلو ادارو پورې و تړل شول. لکه د کانونو وزارت، د ایسا اداره او یا د سوداګرۍ وزارت، چې  په دې  بهیر کې  کورنیو تو لیداتو او صنایعو ته هیڅ  راز  پراختیا په برخه نشوه.

د صنعتکارانو ټو لنې مرستیال عبد الجبار ساپی وا يي،  د اقتصاد په عالي شورا کې مو وړاندیز کړی،  چې د کورنیو تو لیدا تو او صنایعو د پراختیا لپاره باید یو ځانګړی بورد رامنځ ته شي، چې صنعتکاران په خلاص لاس او د یو منظم پلان له مخي خپل کارو نه پرمخ یوسي.

د نوموړي په وینا؛ له ولسمشر څخه مو غوښتنه داده، چې د صنعتي ودې لپاره دې اقتصادي بورد خپلواک او مستقل کړي.

د اقتصادي چارو یو شمېر کارپوهان وايي، که ولسمشر د کورنیو تو لیداتو او صنایعو د ودې لپاره ځانګړی بورد یا اداره را منځته کړي او په کي مسلکي کسان پر د ندو وګماري؛ نو د تو لید پر لوري د حرکت لپاره یوښه ګام دی.

د اقتصادي چارو کارپوه تاج محمد تلاش وایي، د صنعتکارانو دغه غو ښتنه ډ ېره پرځای ده؛ ځکه د صنعتي ودې لپاره باید یو ځانګړی بورد وي. همدا لامل دی، چې  صنعت له سوداګرۍ  بېل منل شوی او بېلابېلې  ادارې او پلان باید ولري.

صنعتکاران له و لسمشر څخه غو ښتنه کوي، چې د صنعتي پارکونو د ځمکو د وېش په برخه کې باید له د قت څخه کار واخستل شي او هغه چاته باید ځمکه ورکړ شي، چې د صنعت په برخه کې پانګونه وکړي. دا سې  خلکو ته دي ځمکي نه ورکول کیږي، چې صنعتکار نه وي.

خبریال: اسلم حجاب 

Advertisement

تازه خبرونه

د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.

د سیمه‌ییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخان‌دریا د والي له‌خوا د بلخ  چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.

د سرخان‌دریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.

په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.

کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان‌-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې  د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.

نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.

بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.

او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.

ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.

Continue Reading

تازه خبرونه

له اسلامي امارت سره  نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼ‌شمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.

ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.

د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!