Connect with us

تازه خبرونه

جنرال دوستم ترکیې ته ولاړ

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

dostom

جنرال دوستم ته نږدې سرچینې وایي، چې د ولسمشر لومړی مرستيال تېره شپه ترکيې ته ولاړ.

دغې سرچینې زیاته کړې، چې ښاغلی دوستم ترکیې ته د درملنې او له خپلې کورنۍ سره د لیدنې په نیت روان شوی؛ خو معلومه نه ده، چې جنرال دوستم به په دغه هېواد کې څومره وخت پاتې شي.

له اټکلي څرګندونو په ډاګه شوې، چې دوستم ترکیې ته تبعید شوی دی.

جنرال دوستم له څو میاشتو راهیسې د خپل سیاسي سیال احمد ایشچي د جنسي تورونو پرلامل خپل کاري دفتر ته حاضر شوی نه دی او په کور کې و.

داسې هم ویل کیده، چې د ولسمشر غني لومړی مرستیال جنرال دوستم تر دې دمه تر ډېرو فشارونو لاندې و، چې ترکیې ته ولاړ شي؛ خو هغه دغه فشارونه وزغمل.

په مارچ میاشت کې د افغانستان لومړۍ میرمن رولا غني د لندن له تایمز ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي وه، چې د ولسمشر پر لومړي مرستیال قانون پلی شوی او هغه په یو ډول پخپل کور کې نظربند دی، چې هیڅ رسمي دولتي کار نه تر سره کوي.

د ولسمشرۍ سرپرست ویاند سید شاه حسین مرتضوي د جنرال دوستم د سفر په اړه یوې خبري ناستې ته په ډاګه کړه، چې جنرال دوستم د درملنې لپاره ترکیې ته تلی؛ خو له ښاغلی ایشچي سره یوه حقوقي دوسیه هم  لري.

هغه دا امیدواري هم وښوده، چې نوموړی به له درملنې وروسته هېواد ته راستون شي.

په تېره یوه اوونۍ کې داسې ګزارشونه هم خپاره شول، چې ګنې د هېواد په شمال کې جنرال دوستم، احمد ضیا مسعود، عطامحمد نور او یو شمېر نورو سیاستمدارانو د یو نوي ائتلاف د رامنځته کولو هڅې پیل کړې دي.

Advertisement

تازه خبرونه

د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.

د سیمه‌ییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخان‌دریا د والي له‌خوا د بلخ  چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.

د سرخان‌دریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.

په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.

کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان‌-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې  د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.

نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.

بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.

او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.

ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.

Continue Reading

تازه خبرونه

له اسلامي امارت سره  نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼ‌شمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.

ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.

د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!