Connect with us

تازه خبرونه

امریکا د سوریې پر هوایي ځواک ۵۹ کروز توغندي توغولي

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

vlcsnap-2017-04-07-19h14m33s114

د امریکا متحده ایالتونو د سوریي تر شپږ کلنې جګړې وروسته د لومړي ځل لپاره د  سوري حکومت د هوایي ځواک یوه اډه په نهه پنځوس کروز توغندیو وویشته او په دې توګه یې د لومړي ځل لپاره د روسیې دې متحد ته پوځي ګوزار ورکړ. دغه کروز توغندي د امریکا د ولسمشر دونالد ترمپ په امر د مدیترانې په سمندر کې له یوې پوځي بېړۍ وتوغول شول او د سوریې د لویدیځ پر الشعیرات اډې ولګېدل.

د مدیترانې له سمندر څخه په دوه پوځي بېړیو کې بار نهه پنځوس کروز توماهاک توغندي د سوریې پر لوري وتوغول شول.

vlcsnap-2017-04-07-19h13m51s180

 دا برید د ولسمشر دونالد ترمپ په امر تر سره شوی او وایي، چې د سوريې د کیمیاوي وسلو د برید په غچ کې دا ګام پورته شوی دی. په هغه برید کې، چې د سې شنبې په ورځ وشو؛ نږدې سل تنه ووژل شول، چې ډېر یې ماشومان ول.

د امریکا توغول شوي کروز د سوریې په لویدیځ کې د الشعیرات پر اډې لګیدلي دي.

امریکا په ډاګه کړې؛ پر خان شیخون سیمې، چې د کیمیاوي وسلو برید شوې و، الوتکې له همدې هوایي ډګره پورته شوې وې.

د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ وایي؛ ما پر سوریې د هوایي برید فرمان ورکړ، چې د وروستۍ کیمیاوي حملې اصلي منشا وه. له کیمیاوي وسلو مخنیوی د امریکا د امنیت د تامین په لار کې کیږي.  د شک ځای نه دی سوریې نړیوال کنوانسیون او د  ملګرو ملتونو د امنیت شورا  اوامر یې نقض کړي  او ممنوعه کیمیاوي وسلې یې کارولي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر رکس تتیلرسن وایي، روسیه پر ادلب د کیمیاوي وسلو په برید کې د سوریې ملګرې وه او یا یې د خپل متحد د مهارولو توان نه درلود.  د سوریې پر هوایي اډې د کروز توغول متناسب پوځي اقدام و او ویې ښوده؛ ولسمشر دونالد ترمپ د دې تیاری لري، چې بدو اقداماتو ته په غبرګون کې پرېکنده عمل وکړي.

 د نړۍ زیاتو هېوادونو د امریکا پر دې اقدام بېلابېل غبرګونونه ښودلي دي.

د آلمان لومړۍ وزیره انگیلا میرکل وایي، د سوریې  پر پوځي مرکز د امریکا برید زمونږ لپاره د درک وړ دی؛ ځکه، چې د سوریې رژیم د خپلو بې ګناه خلکو پر وړاندې جنګي جنایتونه روان ساتلي او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پرېکړه لیکونه هم له پامه غورزوي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویانده هوا شونینگ  وایي، د چین جمهوریت په نړیوالو مناسباتو کې تل د پوځي ځواک له کارولو سره مخالفت کړی دی. په همدې خاطر له ښکېلو خواوو غواړم، چې د خبرو لار غوره کړي. مونږ  د هغه څه په اړه، چې په سوریه کې پېښیږي، اندیښنه لرو.

د اروپایي ټولنې د کمیسیون غړې مینا اندریوا وایي، پر ملکي خلکو د سوري رژیم له بې رحمانه برید وروسته، متحده ایالتونو د سوریې پر پوځي اډې برید وکړ. متحده ایالتونو خبر راکړ، چې دا بریدونه محدود او یوازې د دغه راز پېښو د مخنیوي لپاره تر سره شوي دي.

د ترکیې لومړی وزیر مولود چاوش اغلو وایي، مونږ د امریکا دا اقدام په موقع بولو او ملاتړ ترې کوو. زه له ټولو هغو کسانو، چې د سوریې له رژیم ملاتړ کوي؛ غواړم، چې د یوه شخص له ملاتړ لاس واخلي او د یوې سیاسي هوکړې لپاره یوځای شي.

ایتالیا، اسرائیل او څو نورو هېوادونو له دغه بریده ملاتړ وکړ؛ سعودي عربستان هم  له دغه بریده  کلک ملاتړ کړی او دا یې د ترمپ د زړورتیا نښه ګڼلې ده؛ خو ایران او روسیې بیا له دغه برید سره کلک مخالفت ښکاره کړی او دا یې له نړیوالو قوانینو ښکاره نقض بللی دی.

تهران وایی، دې برید د سوریې حالت نور هم خراب کړ او په وینا یې د ترهګرو له پیاوړتیا سره مرسته کوي.

روسیه وایي، امریکا په دې کار غواړي په عراق کې له وژنو څخه د نړیوالو پام بل لوري ته واړوي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرگي لاوروف وایي، دا یو یرغلګر عمل دی، دا برید د غلطو اطلاعاتو پر بنسټ تر سره شوې او مونږ  ته په ۲۰۰۳ کال کې پر عراق د امریکا، بریتانیا او متحدینو یرغل را یادوي، چې د ناسمو اطلاعاتو له مخې یې پر یوه هېواد برید وکړ.

د سوریې ولسمشر بشار اسد وایي، په جګړه کې یې بریا یوازنۍ ټاکنه ده؛ پرته له دې به د ده په وینا، سوریه د نړۍ له مخه لیرې شي.

له دوه یمې نړیوالې جګړې را وروسته ستر جنایتونه په سوریه کې تر سرهشوي؛ شپږ کاله کیږي، چې دغلته جګړه روانه ده او په کې څلور سوه پنځوس زره کسان وژل شوي او څلور میلیون نور بې کوره دي. په دې موده کې ملګرو ملتونو او نورو ښکېلو خواوو بېلابېلې غونډې تر سره کړي،  چې جګړه غلې کړي؛ خو اوس هم نه دي توانیدلي، چې دغه موخه تر لاسه کړي.

خبریال: فواد ناصري

Advertisement

تازه خبرونه

په بدخشان ولایت کې ماین چاودنې ۸ کسانو ته مرګ او ژوبله اړولې

Published

on

(Last Updated On: غویی ۱۹, ۱۴۰۳)

کورنیو چارو وزارت تائید کړې، چې په بدخشان ولایت کې د یوه نښلېدونکي ماین په چاودنه کې ۳ امنیتي سرتېري وژل شوي او ۵ نور ټپیان دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع وايي: له بده مرغه نن له غرمې مخکې شاوخوا ۱۱ بجې د بدخشان ولایت د فیض‌آباد ښار د جوزون په اړوند سیمه کې پر موټرسایکل نښلول شوي ماین چاودنه کړې ده.

د عبدالمتین قانع زیاته کړې؛ دغه ماين هغه مهال چاودنه وکړه، چې د پوليسو د موټرو یو کاروان له ياد سړک څخه د کوکنارو د کښت د له منځه وړلو لپاره له سیمې څخه د تېرېدو په حال کې و.

ده زياته کړې، چې دغه پېښه د پوليسو تر څېړنې لاندې ده.

تر اوسه کومې ډلې یا شخص د دې پېښې مسوولیت پر غاړه ندی اخیستی.

Continue Reading

تازه خبرونه

د سې شنبې پر ورځ خراسان او سرخ پوشان لوبډلو لوبه وګټله

Published

on

(Last Updated On: غویی ۱۹, ۱۴۰۳)

د سې شنبې پر ورځ ( د غویي اتلسمه) د افغانستان فوټبال اتلانو لیګ د سیالیو په پېنځه دېرشمه لوبه کې د خراسان فاریاب لوبډلې کابل استقلال لوبډلې ته ۱ د صفر پر توپیر ماتې ورکړه.

د خراسان فارياب لوبډلې لوبغاړي فريد احمد يو ګول وواهه او د ميدان غوره لوبغاړی ونومول شو.

دغه راز په شپږدېرشمه لوبه کې سرخ پوشان خوافې لوبغاړو سرسبز یاشلر لوبډلې ته ۴ پر۱ ماتې ورکړه.

حبيب الله هوتک او اميد رجبي د سرخپوشانو لوبغاړو ګولونه وکړل او حبيب الله هوتک هم وتوانېد، چې د ډګر د غوره لوبغاړي نوم خپل کړي.

د نن چارشنبه د ثور نولسمه د غرمې ۱:۳۰ ابو مسلم فراه او عدالت فراه او له غرمې وروسته ۳:۳۰ بجې  میوند او جوانان واحدي لوبډلې سره مخ کېږي.

د يادونې ده، چې دغه سيالۍ له آريانا ټلويزيون څخه پر ژوندۍ بڼه خپرېږي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د پاکستان خاوره د افغانستان پر ضد کارول کیږي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۱۹, ۱۴۰۳)

د افغانستان ملي دفاع وزارت د پاکستان د پوځ د ویاند وروستۍ ادعا، چې په پاکستان کې پر چینايي اتباعو وروستی برید د افغانستان له خاورې پلان شوی و، له حقیقته لرې بولي او پر کلکه یې ردوي.

عنایت الله خوارزمي وایي، چې داعش له پاکستان څخه د افغانستان خاورې ته را اوښتي او موخې یې له هغه ځایه تنظیم شوې دي.

د دفاع وزارت ویاند دا هم په ډاګه کړې، چې پاکستان باید دغو کړنو ته پخپله ځواب ورکړي.

د ملي دفاع وزارت وياند عنايت الله خوارزمي ويلي، د خيبر پښتونخوا په يوه سيمه کې، چې د پاکستان د پوځ تر امنيتي پوښښ لاندې ده؛ د چينايي وګړو وژل کېدل د امنیتي بنسټونو خپله کمزوري ده او یا هم له بریدګرو د دوی د همکارۍ ښکارندویي کوي.

ویل کیږي، چې اسلامي امارت په دې اړه چین ته ډاډ ورکړی او دوی هم په دې خبره پوه شوي، چې افغانان په داسې مسایلو کې ښکېل ندي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!