Connect with us

تازه خبرونه

امریکا پر افغان ځواکونو څه باندې ۷۶ میلیارد دالر لګولي

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د امریکا د دولت د محاسبې دفتر په تازه رپوت کې  ویل شوي، چې د امریکا دفاع وزارت په تېرو ۱۶ کلونو کې د افغان ځواکونو پر وسلو او تجهیزاتو څه باندې شپږ اویا میلیارد دالر لګولي دي.

د امریکا دفاع او بهرنیو چارو وزارتونو رپوټ ورکړی، د افغانستان ثبات او امنیت اوس هم د طالبانو، جنایت کارو شبکو، د داعش په ګډون د ترهګرو سازمانونو لخوا له ګواښ سره مخ دی.

د امریکا د دولت د محاسبې دفتر په رپوت کې، چې د امریکا د استازیو جرګې د پوځي خدمتونو کمیتې ته لیږل شوی، سلګونه زره وسلې او تجهیزات یې نوملړ کړي، چې په تېرو شپاړس کلونو کې د افغان ځواکونو او پولیسو په واک کې ورکړشوي دي.

د امریکا د محاسبې دفتر په ډاګه کړې، چې افغان ځواکونو ته د ورکړشویو وسلو او تجهیزاتو په نوملړ کې ۹۸ الوتکې، ۱۱۰ چورلکې ، ۶۰۰ زره وسلې، ۱۶۳ زره مخابرې، ۷۶ زره نقلیه وسایط، ۳۰ زره د چاودیدونکو توکو د  شنډولو تجهیزات لکه د بمونو د شنډولو رباتونه، 10 زره استخباراتي ، نظارتي او د پیژندنې وسایل لکه د بې پیلوته الوتکې راغلي دي.

دغه راز څه باندې درې سوه زره غیر رهبري شوي راکتونه، اته زره اووه سوه بمونه او د چورلکو څه باندې یو میلیون او اته سوه زره ګولۍ، چې د پنتاګون لخوا ورکړشوي دي.

دغه رپوت په داسې مهال کې خپریږي، چې په واشنګتن کې د افغانستان په تړاو د نوې تګلارې په اړه خبرې اترې دوام لري.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویانده هدر ناوئرت وایي، د افغانستان په تړاو د امریکا د پالیسي څېړنه، چې زیات خلک یې په فکر کې دي، روانه ده. د ولسمشر د ملي امنیت له ډلې او بهرنیو چارو وزیر سره ډېر بحثونه شوي دي. مونږ  افغانستان ته د حل لارې موندلو تر څنګ پر هر اړخیزې پالیسۍ  کار کوو، چې هند او پاکستان هم را نغاړي او دغه راز د یوې سیمه ییزې حل لارې په لټه کې یو.

د امریکا د سنا د پوځي خدمتونو کمیتې، چې د امریکا پر نوې ادارې یې د افغانستان په تړاو د تګلارې د نه اعلام په وجه تل نیوکې کړي، خپله تګلاره اعلام کړه، چې افغانستان ته د نورو ځواکونو د استولو وړاندیز کوي. دغه راز پر ترهګرو په بریدونو کې امریکایی ځواکونو ته ډېر واک ورکوي او پر پاکستان د فشار وړاندیز کوي، چې ترهګرو، حقاني شبکې او طالبانو ته د پناه ځایونو له ورکولو لاس واخلي.

خبریال: فهیم نوري

تازه خبرونه

امیرخان متقي په کابل کې د ملګرو ملتونو له ۲۱ کسیز پلاوي سره وکتل

Published

on

(Last Updated On: غویی ۱۹, ۱۴۰۳)

د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د ملګرو ملتونو مالي او اداري مشورتي کمیټې له ۲۱ کسیز پلاوی سره، چې کابل ته د لومړیتوبونو د څېړلو لپاره راغلی؛ په کتنه کې ویلي: اسلامي امارت نه‌غواړي، چې افغانستان د ډېر وخت لپاره پر بشردوستانه مرستو تکیه وکړي او دا مرستې باید اوس پر کار، کورنیو تولیداتو او صنایعو ولګول شي.

د دغې کمیټې مشر بچار بونګ عبدالله له امیر خان متقي سره په خبرو کې ویلي، چې کابل ته د دوی د سفر موخه په افغانستان کې د یوناما د چارو ارزونه ده او دوی غواړي، چې د افغان لوري لومړیتوبونه وڅېړي او د ملګرو ملتونو عمومي ناستې ته یې وړاندې کړي.

امیرخان متقي د منځنۍ سوداګرۍ وده، پراختیایي پروژو ته پاملرنه، د کروندګرو لپاره د بدیل کښت برابرولو او په بشري مرستو پورې محدود نه‌پاتې کیدل مهم لومړیتوبونه وګڼل او څرګندوي، چې له څو کلنو جګړو او بې ثباتیو وروسته د ټاپي پروژې، کاسا -۱۰۰۰، افغان ټرانس اورګاډي پټلۍ سترو پرژو عملي کېدو ته زمینه برابره ده.

په دې اړه د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې رغلي: مرستې بايد په داسې ډول ولګول شي، چې خلکو ته کار پيدا شي، کورني توليدات او صنعت وده وکړي او افغانستان له خپلو بازارونو څخه خپلې اړتياوې پوره کړي او د افغانستان د خصوصي سکټور ملاتړ رامنځته شي. دغه راز د کروندګرو لپاره بدیل کښت برابر او د وړو کسبونو ملاتړ وشي.

د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي زیاته کړې؛ اسلامي امارت نه غواړي، چې په اوږدمهاله بشري مرستو تکیه وکړي، بلکې غواړي د افغانستان ملي اقتصاد پخپلو پښو ودریږي.

د دغې کمیټې غړیو په بېلا بېلو برخو کې د اسلامي امارت لاسته راوړنې وستایلې او څرګندوي، چې په پام کې لري د وضعیت د ارزونې لپاره د افغانستان یو شمېر ولایتونو ته هم سفر وکړي.

افغانستان ته د ملګرو ملتونو د دغه پلاوي سفر په داسې حال کې ترسره کېږي، چې په تېرو درې کلونو کې نړيوالو مرستندويه سازمانونو په افغانستان کې د بې‌وزلۍ د کچې د زياتوالي او پراخېدو او د مرستو لپاره د بودجې کموالي په اړه څو ځلې خبردارى ورکړى دی.

Continue Reading

تازه خبرونه

په بدخشان ولایت کې ماین چاودنې ۸ کسانو ته مرګ او ژوبله اړولې

Published

on

(Last Updated On: غویی ۱۹, ۱۴۰۳)

کورنیو چارو وزارت تائید کړې، چې په بدخشان ولایت کې د یوه نښلېدونکي ماین په چاودنه کې ۳ امنیتي سرتېري وژل شوي او ۵ نور ټپیان دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع وايي: له بده مرغه نن له غرمې مخکې شاوخوا ۱۱ بجې د بدخشان ولایت د فیض‌آباد ښار د جوزون په اړوند سیمه کې پر موټرسایکل نښلول شوي ماین چاودنه کړې ده.

د عبدالمتین قانع زیاته کړې؛ دغه ماين هغه مهال چاودنه وکړه، چې د پوليسو د موټرو یو کاروان له ياد سړک څخه د کوکنارو د کښت د له منځه وړلو لپاره له سیمې څخه د تېرېدو په حال کې و.

ده زياته کړې، چې دغه پېښه د پوليسو تر څېړنې لاندې ده.

تر اوسه کومې ډلې یا شخص د دې پېښې مسوولیت پر غاړه ندی اخیستی.

Continue Reading

تازه خبرونه

د سې شنبې پر ورځ خراسان او سرخ پوشان لوبډلو لوبه وګټله

Published

on

(Last Updated On: غویی ۱۹, ۱۴۰۳)

د سې شنبې پر ورځ ( د غویي اتلسمه) د افغانستان فوټبال اتلانو لیګ د سیالیو په پېنځه دېرشمه لوبه کې د خراسان فاریاب لوبډلې کابل استقلال لوبډلې ته ۱ د صفر پر توپیر ماتې ورکړه.

د خراسان فارياب لوبډلې لوبغاړي فريد احمد يو ګول وواهه او د ميدان غوره لوبغاړی ونومول شو.

دغه راز په شپږدېرشمه لوبه کې سرخ پوشان خوافې لوبغاړو سرسبز یاشلر لوبډلې ته ۴ پر۱ ماتې ورکړه.

حبيب الله هوتک او اميد رجبي د سرخپوشانو لوبغاړو ګولونه وکړل او حبيب الله هوتک هم وتوانېد، چې د ډګر د غوره لوبغاړي نوم خپل کړي.

د نن چارشنبه د ثور نولسمه د غرمې ۱:۳۰ ابو مسلم فراه او عدالت فراه او له غرمې وروسته ۳:۳۰ بجې  میوند او جوانان واحدي لوبډلې سره مخ کېږي.

د يادونې ده، چې دغه سيالۍ له آريانا ټلويزيون څخه پر ژوندۍ بڼه خپرېږي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!