تازه خبرونه
امریکا افغانستان ته د ۴۰۰۰ نورو سرتېرو د رالیږلو پرېکړه کړې
د امریکا متحده ایالاتو چارواکو ویلي، چې د دغه هېواد دفاع وزیر جیم متیس پرېکړه کړې، چې ۴۰۰۰ زره نور امریکایي سیرتېري هم افغانستان ته راولیږي. دغه پرېکړه به په ځو راتلونکیو ورځو کې رسماً اعلام شي.
امریکايي رسنۍ په داسې حال کې د نورو پوځيانو له رالېږلو خبر ورکوي، چې وړمه ورځ ولسمشر ترمپ دفاع وزير جيمز مټیس ته واک ورکړ، چې افغانستان ته د نورو پوځيانو د لېږلو پرېکړه پخپله وکړي.
په افغانستان کې د طالبانو او ځينو نورو ډلو د پرمختگونو او ناامنيو د زياتیدو پر مهال افغان چارواکي د امریکايي پوځيانو د زياتیدوو غوښتنه کوي. په داسې حال کې، چې اوس هم د ناتو پر دوه زره ځواکونو سربېره اته زره څلور سوه امریکايي پوځيان شته دی.
په افغانستان کې د ناتو او امریکايي ځواکونو مشر قومندان جنرال جان نيکلسن په ډاګه کړې، چې دی په افغانستان کې دومره پوځيان نه لري، چې د طالبانو پر ضد په جگړې کې يې د افغان امنيتي ځواکونو مرستې ته ولېږي.
امريکايي جنرالان په داسې حال کې د نورو پوځيانو د لېږلو غوښتنه کړې، چې د چارو شنونکي او امريکايي ديپلوماتان هڅه کوي، چې د شپاړس کلنې افغان جگړې د پای ته رسولو لپاره سياسي لارې پيدا کړي او د روانې جگړې د پای ته رسولو غوښتنه کوي.
د پنټاگون يوه چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط اسوشيټید پريس ته ويلي، چې دغه نوي امریکايي پوځيان به د افغان امنيتي ځواکونو پر روزنه سربېره په ترهگرۍ ضد جگړه کې د طالبانو او داعش پر ضد هم جگړه وکړي.
په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو پخوانی قومندان ستنلي مک کرستال د امریکا ولسمشر افغانستان ته د سرتېرو د لیږلو مسوول وباله او خبرداری یې ورکړ، چې د امریکایي سرتېرو زیاتوالی به په افغانستان کې وضعیت د داعش په ګټه بدل کړي.
د ملي دفاع وزارت ویاند دولت وزیري بیا وایي، چې پر پاکستان له فشار راوړلو پرته هره بله ټاکنه د افغانستان د جګړې د پای ته رسولو لپاره ناکامه ده.
امريکايي رسنۍ وايي، چې مخکيني ولسمشر بارک اوباما هم په ۲۰۱۰ کې افغانستان ته دېرش زره نور پوځيان د دې لپاره ولېږل، چې د طالبانو پر ضد جگړه تونده کړي او د سولې خبرو ته يې اړ کړي؛ خو د اوباما د هڅو پر خلاف طالبانو خپله جگړه نوره هم تونده کړه او د ځواکونو زياتوالي پرې اغېز ونه کړ.
په پاکستان کې پخوانی افغان دیپلومات احمد سعیدي وایي، د نورو سرتېرو په رالیږلو روانه جګړه پای ته نه رسیږي؛ د دغو سرتېرو پر لګښت دې افغان ځواکونه تجهیز کړي او که سوله رامنځته شي باید په پاکستان کې ترورستی ځالې له منځه یوسي.
د افغانستان په شپاړس کلن پوځي ماموریت کې تر اوسه شاوخوا دوه زره څلور سوه امریکایي سرتېري وژل شوي او میلیاردونه دالر یې لګولي؛ خو هیڅ داسې نښانې نه لیدل کیږي، چې جګوه دې پای ته ورسیږي، بلکې د هرې ورځې په تېرېدو سره پیچلې کیږي.
تازه خبرونه
د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې
نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.
د سیمهییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخاندریا د والي لهخوا د بلخ چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.
د سرخاندریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.
په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.
کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.
تازه خبرونه
په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي
نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.
نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.
بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.
او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.
ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.
تازه خبرونه
له اسلامي امارت سره نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼشمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.
ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.
د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.
-
تازه خبرونه4 days ago
وروستیو سیلابونو په افغانستان کې ۱۵۰۰ کورنیو ته زیانونه رسولي
-
نړۍ2 days ago
د فلسطین پر رفح ښار اسرائیلي ځواکونو د ځمکنيو بریدونو ګواښ وکړ
-
نړۍ4 days ago
د مالیزیا بحري ځواکونو د چورلکو په ټکر کې ۱۰ کسان مړه شول
-
لوبی5 days ago
عینو مېنې، استقلال کابل او اټکانرژي فوټبال لوبډلې، خدیم افسي مات کړل
-
تازه خبرونه4 days ago
راشد خان د افغان بیسیم سوداګریز سفیر شو
-
لوبی2 days ago
اټکانرژۍ لوبډلې په نهمه سیالۍ کې سرخپوشانخوافي ته ۱ـ ۰ ماتې ورکړه
-
لوبی4 days ago
د موج ساحل لوبغاړي د جوانان واحدي لوبډلې پر وړاندې زړهراکښونکی ګول ترسره کړ
-
سیمه ییز خبرونه5 days ago
د ایران ولسمشر پر درې ورځني سفر پاکستان ته ولاړ