تازه خبرونه
امریکا به خپلې کلنۍ مرستې ۲۳ میلیارد دالرو ته پورته کړي
امریکا به له افغانستان سره خپلې کلنۍ مرستې ۲۳ میلیارد ډالرو ته پورته کړي. ځینو سرچینو آریانا نیوز ته ویلي، چې د دونالد ترمپ حکومت به د افغانستان په اړه په نوې تګلاره کې طالبانو ته هیڅ خوندي ځای پرینږدي، د طالبانو خلاف به شپني او هوایي عملیات زیات شي، طالبان به د هیڅ ولایت او یا ولسوالۍ د نیولو وس ونلري، د امریکا لومړیتوب له طالبانو سره جګړه ده، که څه هم سوله یو غوراوی دی او ایف شپاړس جیت الوتکې هم په افغانستان کې د طالبانو د ځپلو لپاره راوړل شوي دي.
د سرچینو په وینا، د امریکا کلنۍ مالي مرستې به له څلور نیم میلیارد دالرو څخه ۲۳ میلیارد دالرو ته پورته شي. دغه راز به امریکا له ملي وحدت حکومت وغواړي، چې له فساد سره مبارزه او د ښه حکومت په را منځته کولو کې هڅې وکړي.
د کورنیو چارو وزارت پخوانی مرستیال میرزا محمد یارمند وایي، امریکا باید پاکستان تر فشار لاندې ونیسي؛ هغه مدرسې وتړي، چې ترورستان روزي.
د نوموړي په وینا؛ امریکا باید د دواړو حکومتونو پولې تر څارنې لاندې ونیسي.
هغه دغه راز ټینګار کړی، چې دننه په هېواد کې دې هم ترورستان وځپل شي.
د نړیوالو اړیکو کارپوه فرامرزتمنا باور لري، چې د امریکا نوې تګلاره به په لنډ مهال کې جګړه تنده کړي؛ خو په منځ مهال کې به د افغانستان په ګټه وي.
د افغانستان په تړاو د امریکا د نوې تګلارې پر بنسټ به د افغانستان هوایی ځواکونه تر ۲۰۲۰ کال پورې لکه د امریکا د پوځ غوندې مجهز شي او بلک هاک چورلکې به هم ورکړ شي.
دغه راز په دې تګلاره کې له افغانستان څخه د امریکایي سرتېرو ویستو ته ځانګړی مهال وېش نه ټاکل کیږي.
د سرچینو په وینا؛ دغه تګلاره به د افغانستان له اقتصاد سره مرسته وکړي.
خبریال: قیام نوري
تازه خبرونه
د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې
نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.
د سیمهییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخاندریا د والي لهخوا د بلخ چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.
د سرخاندریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.
په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.
کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.
تازه خبرونه
په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي
نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.
نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.
بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.
او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.
ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.
تازه خبرونه
له اسلامي امارت سره نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼشمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.
ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.
د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.
-
تازه خبرونه4 days ago
وروستیو سیلابونو په افغانستان کې ۱۵۰۰ کورنیو ته زیانونه رسولي
-
نړۍ2 days ago
د فلسطین پر رفح ښار اسرائیلي ځواکونو د ځمکنيو بریدونو ګواښ وکړ
-
نړۍ4 days ago
د مالیزیا بحري ځواکونو د چورلکو په ټکر کې ۱۰ کسان مړه شول
-
لوبی5 days ago
عینو مېنې، استقلال کابل او اټکانرژي فوټبال لوبډلې، خدیم افسي مات کړل
-
تازه خبرونه4 days ago
راشد خان د افغان بیسیم سوداګریز سفیر شو
-
لوبی2 days ago
اټکانرژۍ لوبډلې په نهمه سیالۍ کې سرخپوشانخوافي ته ۱ـ ۰ ماتې ورکړه
-
لوبی4 days ago
د موج ساحل لوبغاړي د جوانان واحدي لوبډلې پر وړاندې زړهراکښونکی ګول ترسره کړ
-
سیمه ییز خبرونه5 days ago
د ایران ولسمشر پر درې ورځني سفر پاکستان ته ولاړ