Connect with us

تازه خبرونه

افغان دولت دې د ترهګرو له ګواښونو سره مقابله وکړي- د م.م.امنیت شورا

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

un

د ملګرو ملتونو سازمان امنیت شورا له افغان دولت وغوښتل، چې د ترهګرو له ګواښونو سره دې مقابله وکړي.

د ملګرو ملتونو د سازمان امنیت شورا یو ځل بیا د افغانستان په اړه د یوې غونډې کوربه و، چې په کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سازمان د سیاسي استازولۍ ماموریت د یوه بل کال لپاره وغزول شو.  د م.م امنیت شورا په غوڅ اکثریت د ۲۰۱۸ کال د مارچ تر اتلسمې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت وغزاوه.

دغه شورا په ډاګه کوي، چې القاعده، داعش او نورې بنسټپالې ډلې  د افغانستان او سیمې امنیت او ثبات ګواښي.

د ملګرو ملتونو سازمان د امنیت شورا د مارچ میاشتې رییس متیو ریکرافت ویلي، چې د رایو د ورکړې پایله داسې ده: ۲۳۴۴ مسوده په پېنځلس موافقو رایو تصویب شوه.

په دې غونډه کې د جاپان استازي د ملګرو ملتونو د سازمان د امنیت شورا د پېنځلس غړیو په استازیتوب د افغانستان  پر حالاتو اندېښنه ښکاره کړه.

په ملګرو ملتونو سازمان کې د جاپان استازی کورو بیشو وایي؛ مونږ په دې کې یوه خوله یو، چې د افغانستان امنیتي او بشري حالات د اندېښنې وړ دي. مونږ له افغانستان څخه ملاتړ ته ژمن یو او دا راز له افغان دولت سره ولاړ یو، چې له پېچلو ننګونو سره په مقابله کې دی.

د ملګرو ملتونو سازمان د افغانستان په سوله او ثبات کې هر اړخیز رول لوبوي.

دا په داسې حال کې ده، چې یوه اوونۍ مخکې د ملګرو ملتونو سازمان امنیت شورا په یوه غونډه کې د افغانستان امنیتي حالات کړکیچن ښودلي وه او په بیړه یې د سولې د ټینګښت غوښتنه وکړه. په هغه غونډه کې د افغانسنان استازي پاکستان تورن کړ، چې ترهګرو ته پناه ځایونه ورکوي او  دغه راز یې د افغانستان هوایي او ځمکنی حریم نقض کړی دی.

خبریال: فهیم نوري

Advertisement

تازه خبرونه

د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.

د سیمه‌ییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخان‌دریا د والي له‌خوا د بلخ  چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.

د سرخان‌دریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.

په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.

کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان‌-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې  د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.

نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.

بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.

او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.

ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.

Continue Reading

تازه خبرونه

له اسلامي امارت سره  نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼ‌شمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.

ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.

د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!