Connect with us

تازه خبرونه

افغانستان، پاکستان او چین د سولې خبرو د بیا پیل پر بهیر موافقه کړې

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

افغانستان، پاکستان او چین موافقه کړې، چې د کابل او اسلام آباد ترمنځ د اړیکو پر ټولو اړخونو د بهرنیو چارو وزیرانو په کچه د خبرواترو بهیر پیل کړي.

د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي د  پاکستان د لومړي وزیر له سلا کار سرتاج عزیز سره په یوه خبري ناسته کې ویلي؛ افغانستان ته یې وروستي سفر د دغه هېواد او پاکستان په غوښتنه کړی، چې د دواړو هېوادونو اړیکو د جوړولو لپاره یوې پا یلي ته ورسیږي او شته ستو نزو ته یې د حل لار پیداکړی.

د نوموړي په وینا؛ د چین هېواد د رهبرۍ پر لار ښوونه مي دا سفر پیل کړي، چې د پاکستان اوافغانستان د چارواکونظرونه واوریدل شي او حالت له نږ دي و ارزول شي او مونږ به د خپل توان په اندازه مرسته وکړو.

د  پاکستان د لومړي وزیر سلا کار سرتاج عزیزهم د  افغانستان او پاکستان ترمنځ د ستونزو د حل په موخه د نوې کړنلارې له جوړیدو خبر ورکړی.

نوموړی وایي؛ دا موافقه هم وشوه، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د دوه اړخیز کړکیچ د کنترول میکانیزم به جوړېږي .

د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی وايي، که چین په افغانستان کې سوله غواړي؛ نو باید د نړۍ له لویو قدرتو نو سره خبري وکړي.

د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزي په ډاګه کړې، چې چین په افغانستان کي سوله غواړي؛ د دې لپاره، چي خپل لوی اقتصادي پروګرام(یو سړک او یو کمربند) پلی کوي. په دې پروګرام کې افغانستان یو له اساسی عناصرو دی، چي پاید په کي سوله تامین وي.

د سیاسی  چارو یو شمېر کتونکي دې هوکړې ته د شک پر سترګه ګوري.

د سیاسي چارو شنونکی نصرت الله حقپال وایي، پاکستان د امریکا تر فشار لاندې دی او د افغانستان د جګړې د پای ته رسولو لپاره د امریکا په نوې جوړیدونکې ستراتیژۍ کې پاکستان ته، چې د جګړې د دوام اصلی عامل ګڼل کېږي، پام زیات اړول شوی؛ ممکن دغه هېواد بیا د وخت د ضایع کولو په لټه کې وي.

د چین د بهرنیو چارو وزیر له دې مخکې په کابل کې له افغان مشرانو سره خبرې کړې وې، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخیز کړکیچ د کنټرول میکا نیزم به جوړېږي او د دواړو هېوادونو ترمنځ به د هرراز بېړنۍ قضیې د حل لپاره له ځنډ پرته اغېزناکه هوکړه کوي.

خبریال: اسلم حجاب

Advertisement

تازه خبرونه

د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.

د سیمه‌ییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخان‌دریا د والي له‌خوا د بلخ  چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.

د سرخان‌دریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.

په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.

کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان‌-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې  د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.

نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.

بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.

او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.

ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.

Continue Reading

تازه خبرونه

له اسلامي امارت سره  نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼ‌شمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.

ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.

د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!