تازه خبرونه
مونږ له پاکستان څخه سوله نه، بلکې ور سره سوله غواړو
ولسمشر محمد اشرف غني د سولې عالی شورا د نوي رییس په توګه د محمد کریم خلیلي د پېژندنې په مراسمو کې د تېر په څېر یو ځل بیا د پاکستان په اړه خپل پخوانی دریځ تکرار کړ او په ډاګه یې کړه، چې کابل له اسلام آباد سره د سولې په بهیر کې معامله نه کوي؛ ځکه، چې له پاکستان څخه سوله نه، بلکې له پاکستان سره سوله غواړي.
نوموړي په خپلو خبرو کې دا ټینګار هم وړاندې کړی، چې پاکستان دې په افغانستان کې یو پياوړی دولت ومني.
د ولسمشر محمد اشرف غني د څرګندونو له مخې؛ د پياوړي دولت معنا داده، چې واک شخصي نه، بلکې د قوانینو په رڼا کې ملي دی او د هر افغان امنیت په کې خوندي شي.
د سولې خپلمنځۍ خبرې یو بل مهم ټکی و، چې ولسمشر غني پرې ټینگار وکړ او له حزب اسلامي سره سوله یې داسې یوه بېلګه یاده کړه، چې بهرنی منځگړی یې نه درلود.
د نوموړي په وینا؛ تر هغې، چې په افغانستان کې پیاوړی دولت نه وي، د سولې هڅې به هم بې گټې وي.
ښاغلي غني د سولې لپاره ۵ ډوله اجماع اړینه کړه، چې درې یې د سولې عالي شورا او دوه یې باید حکومت رامنځته کړي.
د محمد اشرف غني په وینا؛ ټولنیزه، سیاسي او امنیتي اجماع باید د سولې عالي شورا له لوري رامنځته شي او حکومت به سیمه ییزه او نړیواله هغه رامنځته کړي.
د ولسمشر له خبرو وروسته په سیاسي چارو کې د ولسمشر سلاکار اکرم خپلواک د سولې عالي شورا د نويو تشکیلاتو په اړه د ولسمشر فرمان ولوست، چې د دې شورا پر رییس سربېره ۵ مرستیالان، د اجرائیه شورا گڼ غړي او د عمومي مجموعې په نوم گڼ نور کسان لري.
د سولې شورا په مرستیالانو کې حاجي دین محمد، عطاالرحمن سلیم، سردار نادر نعیم، خیبر اقوچون او حبیبه ثرابي شامل دي.
همداراز د سولې عالي شورا په اجرائیه شورا کې قیام الدین کشاف، قاضي محمد امین وقاد، اسدالله وفا، عطاالله لودین، عبدالحکیم مجاهد، محمد اسعمیل قاسمیار، محی الدین بلوچ، صدیقه بلخي، حسینه ساپۍ، عبدالواحد باغران، حبیب الله ، عبدالقادر گیلاني، ولي نعیمي، امین الدین مظفري، محمد قاسم حلیمي، فرحت عظیمي، حاجي نور الله او فرهاد الله فرهاد شامل دي.
دغه راز د ملي مجموعې په نوم هم د شورا په دې تشکیلانو کې گڼ نور کسان ور ځای شوي دي.
د سولې عالي شورا رییس کریم خلیلي هم په خپلو خبرو کې په ډاګه کړې، چې د افغانستان دولت به د سولې په بهیر کې یوې وسلوالې مخالفې ډلې ته هم باج ورنه کړي.
هغه دغه راز د دې شورا په جوړښت، تګلارې او کاري پالیسیو کې د اصلاحاتو پر راوستو ټینګار وکړ او په دې برخه کې یې د حکومت مرسته وغوښته.
د یادونې وړ ده، چې ولسمشر په دې ناسته کې د طالبانو په تړاو څه ونه ویل؛ خو محمد کریم خلیلي له طالبانو سره د خپلمنځیو خبرو پر پیلولو ټینګار څرګند کړ.
قتیل زوی
تازه خبرونه
تېر ۲۰۲۳ کال د افغانستان د خلکو لپاره د سترو ننګونو کال و -راپور
په ۲۰۲۴ کال کې به د افغانستان شاوخوا ۱۵ اعشاریه ۸ میلیون خلک د خوړو د خوندیتوب له بحران او بېړنۍ کچې سره مخ شي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ټولنې د ۲۰۲۳ کال د پایلو په کلني راپور کې ویلي، چې په افغانستان کې میلیونونه وګړي له لوږې او خوارځواکۍ سره مخ دي، چې ډېري یې خپلې لومړنۍ اړتیاوې پوره کولی نشي.
ملګرو ملتونو څرګنده کړې، چې بشري ناورین په ۲۰۲۳ کال کې هم دوام درلود او دغه هېواد یوه لسیزه شاه تګ کړی او دا مهال د افغانستان نیمايي وګړي په بې وزلۍ کې ژوند کوي.
د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال عبداللطیف نظري له افغانانو سره د بشري مرستو پر اړتیا ټینګار کوي او زیاتوي، چې دغه وزارت په هېواد کې د فقر او لوږې د ختمولو لپاره مناسب پلانونه لري.
ملګرو ملتونو په راپور کې راغلي، چې له ۲۰۲۱ کال راپدیخوا د اقتصادي تولیداتو کچه یو پر څلورمه راټیټه شوې او د نړیوال بانک د راپور له مخې دا مهال د افغانستان نیمايي نفوس په بېوزلۍ کې ژوند کوي.
دا په داسې حال کې ده، چې ملګرو ملتونو اندېښنه ښودلې او څرګندوي؛ دوی له افغانستان سره د مرستو د دوام لپاره د بودجې له کمښت سره مخ دي.
تازه خبرونه
ملګرو ملتونو تېر کال په افغانستان کې د اوبو ۴۷۰ کیلومټره کانالونه جوړ کړل
د خوړو نړيوال پروګرام ویلي، چې تېر کال يې په افغانستان کې د سيمهييزو ټولنو پر همکارۍ د شاوخوا ٤٧٠ کيلومټرو پر اوږدوالي د اوبو کانالونه جوړ کړي دي.
د دې پروګرام د افغانستان برخې د چارشنبې پر ورځ (د وري نههویشتمه ) په ایکس پاڼه کې لیکلي؛ په افغانستان کې کروندګر اوبو ته له لاسرسي پرته خپل ژوند روان ساتلی نشي.
دغه راز څرګنده شوې؛ د اوبو کانالونو له کروندګرو سره مرسته کړې، چې خپلو کورنیو ته خواړه برابر کړي او خپل اضافي تولیدات او محصولات وپلوري.
د خصوصي سکتورغړي هم وايي؛ د خوړو نړیوال پروګرام لهخوا په هېواد کې د اوبو د مدیریت لپاره د کانالونو له جوړولو هرکلی کوي او څرګندوي، چې د هېواد د اوبو مدیریت کولی شي افغانستان له فقر او اقتصادي بحران څخه وژغوري.
دا په داسې حال کې ده، چې له څو کلونو وچکالۍ وروسته؛ وروستیو اورښتونو د افغانستان کروندګر هیله من کړي، چې راتلونکی کال به ښه حاصلات ولري.
تازه خبرونه
په بیجینګ کې د چین او افغانستان درېیمه اقتصادي ناسته تر سره شوه
په بیجينګ کې د افغانستان اسلامي امارت او د چين ولسي جمهوريت د بهرنيو چارو وزارتونو د اړوند سياسي څانګو پر مشرۍ د بشري مرستو او اقتصادي بيارغونې پر ميکانيزمونو درېيمه ناسته ترسره شوه.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په ایکس پاڼه کې لیکلي، چې په دې ناسته کې د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت پر استازیو سربېره د صنعت او سوداګرۍ، کانونو او پټروليم، د کډوالو او بېرته راستنېدونکیو چارو او د طبيعي پېښو پر وړاندې د امارت وزارت استازو ګډون کړی و.
دغه راز په دې ناسته کې د چين د سوداګرۍ، طبيعي سرچينو، د چين نړيوالې پراختيايي ادارې او نړيوالې همکارۍ ادارو استازو هم برخه اخیستې وه.
د بهرنیو چارو وزارت د څرګندونو له مخې؛ په دې ناسته کې له تېرو دوه نيمو کلونو راپدیخوا د طبيعي پېښو، جبري راستانه شویو کډوالو او روغتيا په برخه کې د مرستو پر میکانیزمونو بیا کتنه وشوه.
افغان پلاوي د چين د مرستو د ګټورتوب لپاره خپل وړانديزونه او سلا مشورې چينايي اړوند لوري ته وړاندې کړل.
چينايي لوري ژمنه کړې، چې له افغانستان سره به د چين بشري مرستې د افغان لوري د اړتياوو او لومړيتوبونو له پام کې نيولو سره تنظيم کړي. دغه راز به له افغانستان سره د جبري راستانه شویو کډوالو د مېشتېدو په برخه کې د چين د سل میلیون يوانو په مرستو کې د افغان لوري وړانديزونه هم په پام کې ونيول شي.
د چين سره صليب ټولنې ژمنه کړې، چې په چين کې به د افغان ماشومانو د زړه ناروغيو د درملنې د بيا پيل زمينه هم برابره کړي.
د عبدالقهار بلخي د څرګندونو له مخې؛ د افغانستان د اقتصادي بيارغونې ميکانيزم په چوکاټ کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ پر زياتوالي په ځانګړي توګه چين ته د زیاتو افغان توکو د صادرولو د زمينې برابرولو، وړتیا لوړونې او په افغانستان کې د کانونو او معاصرې سوداګرۍ په برخه کې د چين د پانګونې د فرصتونو په اړه هر اړخیزې خبرې وشوې.
دواړو لوريو چين ته د افغانستان د جلغوزو له صادراتو وروسته د انارو د صادراتو زمينې د برابرولو د هرکلی ترڅنګ په افغانستان کې د نفتو د استخراج کچې لوړولو او د لوګر مس عینک کان د استخراج د پيلولو په برخه کې د وروستيو پرمختګونو په اړه خبرې وکړې او ټينګار وشو، چې د چارو د چټکتيا پر طرحو به غور وشي.
افغان لوري د چين پر ملاتړ د افغانستان د حکومت په ګڼو وزارتونو او ادارو کې د ملکي مامورينو د وړتیا لوړونې لپاره له روزنيزو پروګرامونو او افغانانو ته د سکالرشپونو د لړۍ له پراخولو هرکلی وکړ.
ویل کیږي، چې په دې ناسته کې د واخان اقتصادي دهلیز د اهميت او احتمالي ګټو او د دې کوريډور د پرانيستو پر امکاناتو هم بحثونه شوي دي.
-
لوبی3 days ago
د افغانستان اتلانو ليګ د درېيم پړاو سیالیو پچهاچونه پای ته ورسېده
-
ساینس او ټیکنالوژي3 days ago
اپل شرکت د نړۍ د تر ټولو د لوی ګرځند پلورونکي دریځ له لاسه ورکړ
-
سیمه ییز خبرونه5 days ago
پر ایران به د اسرائیلو برید له سخت ځواب سره مخ شي
-
تازه خبرونه3 days ago
د کابل په هوايي ډګر کې د ۲۰۲۱ ز. کال ځانمرګی بریدګر عبدالرحمن لوګری و- امریکا
-
نړۍ2 days ago
امريکا او متحدین یې پر ايران د نورو بنديزونو لګولو هڅې کوي
-
سیمه ییز خبرونه5 days ago
ایران پر اسرائیلو د بې پیلوټه الوتکو او توغندیو غچ اخیستونکی برید ترسره کړ
-
تازه خبرونه3 days ago
ازبکستان، سعودي عربستان او قطر پر افغانستان او افغان – ټرانس پټلۍ خبرې وکړې
-
نړۍ4 days ago
امریکا به پر ایران د اسرائیلو په ځوابي برید کې برخه وانخلي