مونږ به د افغان امنیتي ځواکونو تر څنګ پاتې یو- هګولارنس

(Last Updated On: November 9, 2017)

په کابل کې د امریکا د متحده ایلاتو سرپرست سفیر څرګنده کړې، چې هېواد او نظامي ځواکونه به یې د افغان امنیتی ځواکونو ترځنګ پاتې وي.

د نومبر یوولسمه د امریکا د پخوانیو سرتېرو د یاد ورځي تر سرلیک لاندې نومول شوې، چې دغه ورځ  په کابل کې د امریکا د متحده ایالاتو د سفیر له لوري ونمانځل شوه.

په کابل کې د امریکا سرپرست سفیر هګولارنس وايي، هغو سرتېرو، چې په افغانستان کې خدمت کړی؛ پو هیږي، چې افغان ملي امنیتي او دفاعې سرتېري د دوۍ غوره ملګري دي؛ خو زمونږ پوځ او ځواکونه  به له افغان ځواکونو سره په افغانستان کې د سولې او ثبات راوستولو ته له افغان سرتېرو سره په ګډه خپل خدمت ته دوام ورکړي.

د نوموړي په وینا؛ مونږ به د هغو سلګونه افغانانو ترڅنګ ولاړ یو، چې د خپل هېواد د دفاع لپاره له طالبانو او نورترهګرو ډلو سره جګړه کوي او مونږ به په ګډه طالبان دې ته راضی کړو، چې د جګړې له لاري بریالي کیدی نشي.

لارنس، چې په کابل کې د خپل هېواد د قرباني شويو سرتېر د قربانیو په ویاړ دغې جوړي شوې ناستې ته خبري کولې په ډاګه کړې؛ سرتېري یې پو هیږي، چې مبارزه یی حق دی او مونږ به افغانستان ته مثبت راتلو نکی راولو، چې له دې وروسته افغانستان بیا د ترهګرو پر پټنځایونو بدل نه شي.

د امریکا سرپرست سفیر ژمنه وکړه، چې مونږ به په افغانستان کې د تل پاتي سولې لپاره هڅې وکړو.

خبریال: اسلم حجاب

About Ariana News

Check Also

په غزني کې د یوه قومندان په ګډون ۳۶ طالب جنګیالي وژل شوي

(Last Updated On: April 23, 2019)په غزني ولایت کې د ګډو ځواکونو په ځمکنیو عملیاتو …