Connect with us

انځوريز خبرونه

ټولو زدکوونکیو ته درسي کتابونه چاپیږي- غني

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

۱۳۹۷ ښوونیز کال د شنبې پر ورځ( د وري ۴ ) د ولسمشر او نورو لوړپوړیو چارواکو په حضور کې پیل شو او ولسمشر په خپلو خبرو کې په ډاګه کړه، چې سږکال د ټولو ښوونځیو زدکوونکیو ته درسي کتابونه چاپیږي.  

د ولسمشر اشرف غني په وینا؛ په تېرو کلونو کې ۳۰ سلنه زدکوونکیو ته کتابونه چاپیدل، خو اوس به سل په سلو کې ټولو زدکوونکیو ته چاپیږي.  

هغه دغه راز زیاته کړې، چې د وېش سیستم یې جوړ شوی او د اړتیا وړ ۵ کلنه بودجه یې هم چمتو شوې ده.

ولسمشر غني د نوي ښوونیز کال د پرانستې په مراسمو کې د ښځو پر ونډه ډېر ټینګار وکړ او وایي، چې ۳۰۰۰ قراردادي بستونه ښځینه ښوونکیو ته منظور شوي او دا به نجونو ته دوه برابره کیږي.

دغه راز ولسمشر دولتي چارواکو ته هدایت ورکړ او له قومي مشرانو او دیني عالمانو یې وغوښتل، چې په شپږ میاشتو کې ټولو هغو ښوونځیو ته، چې ځمکه نلري ځمکه پیدا او په دې اړه همکاري وکړي.  

ولسمشر د ښوونکیو د استخدام لپاره په ډاګه کړه: زما پرېکړه داده، چې ټول ښوونکي دې د اداري اصلاحاتو کمیسیون له لارې استخدام شي؛ د ښوونکیو ټاکنه به د سیالۍ له لارې وي. د ښوونکي د دندې لپاره د بډو ورکول نور د منلو وړ ندي.

نوموړي دغه راز د خپلو څرګندونو په یوه برخه کې د ښوونکیو لپاره د قرضې صندوق پر جوړولو ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، چې په دې اړه یو لړ کارونه تر سره شوي دي.

ښاغلي غني په دې اړه وویل: له مالیې وزارته غواړم، چې د ښوونکیو د قرضې صندوق ته خپله همکاري روانه وساتي. زه پر سوداګرو او ملي پانګوالو غږ کوم، چې د ځمکې، نقدي مرستې او یا نورو څیزونو د ورکړې له لارې په دې ملي حشر کې برخه واخلي او امنیتي ځواکونه د ښوونځیو، ښوونکیو او زدکوونکیو د امنیت په خوندي کولو کې د خپلې دندې له مخې همکاري وکړي.

د ولسمشر په خبره؛ له انترنیت سره د ښوونځیو پر نښلولو کار روان دی؛ د مرکز ښوونځي به لومړی ونښلول شي او دا بهیر به بیا ولایتونو ته هم وغزول شي. د دغې طرحې له پلي کیدو سره به له ښوونې او روزنې ښه پایله تر لاسه شي.

د ولسمشر په وینا؛ ۵۰ سلنه ښوونځي ودانۍ نلري او د ښوونځیو د ودانیو جوړول به په راتلونکیو دوه کلونو کې بشپړه شي.

هغه په دې اړه وویل: په روان کال کې به شپږ زره ښوونځي جوړشي. د کلیو او پراختیا وزیر ته سپارښتنه شوې او دغه کار ته تر ۲۰۰ میلیون دالرو بودجه هم ځانګړې شوې ده.

ښاغلي غني ۱۳۹۷ کال له پوهنې د ملاتړ کال ونوماوه او د پوهنې د میاشتني بهیر ارزونه یې پخپل کاري لومړیتوب کې راونغښته.

انځوريز خبرونه

د افغانستان سیاسي او اقتصادي بحران ته یوه لنډه کتنه

Published

on

(Last Updated On: مرغومی ۲۵, ۱۴۰۰)

Continue Reading

انځوريز خبرونه

آریانا نیوز: دري خبرونه د سلواغې ۱۱ کال ۱۳۹۹

Published

on

(Last Updated On: سلواغه ۱۲, ۱۳۹۹)

Continue Reading

انځوريز خبرونه

روبینا جلالي د اتلتیک د فدراسیون د رئیسئ په توګه وګمارل شوه

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

آغلې روبینا جلالي د افغانستان د ملي اتلتیک فدراسیون په ټول ټاکنو کې د ډیرئ رائیو په ګټلو سره، د دغه فدراسیون ریاست ته د څلور کالو لپاره وټاکل شوه.

نن پنج شنبه د مرغومې ۱۹، د افغانستان د ملی اتلتیک د فدراسیون د ریاست ګټلو په موخې ټول ټاکنې ترسره شوې چی په پایله کې یی میرمن جلالي تولو دیرشو رائیو په ګټلو سره بریالې شوه.

آغلې جلالي د طالبانو د دولت له سقوط څخه وروسته د المپیک لوبو لومړنې ښځینه ګډونکونکې ګڼل کیږي.

هغې د اتلتیک او د المپیک لوبو تجربه په ۲۰۰۴ او ۲۰۰۸ میلادي کلونو کې ترلاسه کړې ده.

نوموړې د اتلتیک فدراسیون د ریاست د دندو د پرمخوړلو ترځنګ د المپیک د ملي کمیټې د ښځو د بخش مرستیاله او په پارلمان کې د کابل ښاریانو استازې هم ده.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!