عاجل خبرونه

ملي وحدت حکومت د امنیت په ټینګښت کې بې پروايي کړې- سروردانش

(Last Updated On: September 09, 2018 6:40 pm)

په کابل کې د شهید اوونۍ او احمد شاه مسعود د اووه لسم تلین په مراسمو کې  احمد شاه مسعود د جګړې د ډګر او آزادۍ سړی ونومول شو او د ولسمشر دوه یم مرستیال ومنله، چې د ملي وحدت حکومت د امنیت په ټینګښت کې بې پروايي کړې ده.

افغانستان په داسې حال کې د جګړې پېنځمې لسیزې ته ننوځي، چې د ولسمشر دوه یم مرستیال د امنیت پر ټینګښت اندېښنه څرګندوي او وایي، چې هېواد د دښمنانو له سیستماتیکو بریدونو او ګواښونو سره مخ دی.  

د اجرائيه ریاست دوه یم مرستیال محقق نه یوازې د هېواد پر اوسنیو شرایطو تمرکز وکړ، بلکې د سولې او جګړې پر کړنلاره یې هم نیوکه وکړه او زیاتوي، چې له همدې کبله د افغان سرتېرو تلفات مخ پر لوړیدو دي.

نوموړی زیاتوي، چې د ګونګو تګلارو له کبله د افغان سرتېرو تلفات مخ په لوړیدو دي.

عبدرب رسول سیاف هم ټينګار کوي، چې په هېواد کې سولې ته اړتیا ده؛ خو افغانان د داسې سولې تږي دي، چې جګړه ور سره پای ومومي.

هغه دا هم په ډاګه کړې؛ د سولې لپاره ملي او سراسري پلاوی د جوړیدو په حال کې دی، چې له وسلوالو طالبانو سره  به د سولې خبرې په مخ یوسي.

پخواني ولسمشر حامد کرزي په دغو مراسمو کې سیاسي مسایلو ته په کنایه کې داسې اشاره وکړه: خلاص یو او خلاص یې کړو.

په دغو مراسمو کې د ولسمشر لومړي مرستیال په یو پیغام کې له خلکو بښنه غوښتې، چې خپلې ژمنې یې نه دي عملي کړي.

دغه راز پر ولسمشرۍ ماڼۍ تور پورې شو، چې چاپلوسو کسانو ته ډېر وخت ورکوي.

په دې یادغونډه کې نیوکې پر حکومت راڅرخدلي، چې امنیتي وضعیت ورځ تر بلې د خرابیدو په حال کې دی؛ امنیتي ځواکونه او ملکي وګړي هره ورځ وژل کیږي.

About Ariana News

Check Also

پولیسو په ننګرهار ولایت کې د لوی ملي ائتلاف خیمې ټولې کړې

(Last Updated On: September 18, 2018 6:07 pm) د ننګرهار والي ویاند څرګنده کړې، چې …