عاجل خبرونه

ملي وحدت حکومت د رڼو ټاکنو لپاره لازم تدابیر نه دي نیولي

(Last Updated On: مې 28, 2018)

د افغانستان د نوې ملي جبهي مسوولینو د ثور د اتمې په نمانځغونډه کې ویلي، چې ملي وحدت حکومت د رڼو ټاکنو د تر سره کیدو لپاره لازم تدابیر نه دي نیولي.

د افغانستان د نوې ملې جبهې له خوا په جوړه شوې غونډه کې ویناوال د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د ټاکنو پر څرنګوالي غږیدلي دي.

 دوی له نړیوالې ټولنې او مرستدویه بنسټونو غواړي، چې د ټاکنو د روڼتیا لپاره له حکومت سره همکاري وکړي.

د افغانستان د نوې ملي جبهي رییس ویلي؛ ملي وحدت حکومت د ټاکنو د ترسره کولو لپاره هیڅ اراده نه لري، ځکه یې د دوی په خبره دغه لړۍ دومره وځنډوله.

د یادې جبهې رییس زیاته کړې؛ که حکومت غوښتل، چې رڼې ټاکنې وشي، نو باید د الکترونیکي تذکرو وېش یې بشپړ کړی وای.

د نوې ملي جبهې رییس انوارالحق احدي وایي: مونږ له نړیوالې ټولڼې او مرستندویانو غو ښتنه کوو، چي د ټاکنو د روڼتیا او سرسره کولو لپاره همکاري زیاته کړي او که ټاکنې له درغليو سره  ترسره شي؛ ښايي نظام له ننګونو سره مخ کړي.

د حزب اسلامي افغانستان رییس عبدالهادي ارغندیوال دې غونډې ته د خبرو پرمهال وویل، چي ځینې بهرنۍ د سیسې د ټاکنو د بهیر د خرابولو لپاره روانې دي.

نوموړي د ټاکنو په تر سره کیدو ټینګار وکړ او وایي، چې: ټول ولس باید په ټاکنو کې برخه واخلي او دغه ملي بهیر باید په پوره ډاډ تر سره شي؛ ستونزه به ټاکني ولري، خو تر سره کیدل یې اړین دي.

د شهید احمد شاه مسعود بنسټ رییس ویلي، باور نه لري، چې حکومت دې رڼې ټاکنې تر سره کړي.

د شهید احمد شاه مسعود بنسټ رییس احمد ولي مسعود زیاته کړې؛ سره له دې، چې حکومت څلورکاله ټاکني وځنډولې؛ خو اوس هم ونه توانیدل، چې یو لازم او معیاري ټاکنیز نظام رامنځته کړي.

د ټاکنو مهال وېش له مخې؛ ټاکل شوې، چې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو ټاکنې د همدې کال د تلې پر اته ویشتمه تر سره شي.

خبریال: اسلم حجاب

About Ariana News

Check Also

د ولسمشرۍ مانۍ مخې ته د عدالت غوښتنې لاریون تر سره شو

(Last Updated On: نوومبر 12, 2018) سلګونه کسانو د دوشنبې پر ورځ( د لړم ۲۱) …