ملي وحدت حکومت دوه ویشت زره سلاکاران دندې تر سره کوي

(Last Updated On: دسمبر 17, 2017)

په ملي وحدت حکومت کې دوه ویشت زره سلاکار تر سره کوي، چې هر یو یې له دېرش زره  نیولې تر دوه سوه پنځوس زره افغانیو میاشتني معاشونه اخلي.

ولسمشر غني درې کاله او دوه میاشتې پخوا په دې ژمنه کار پیل کړ، چې په ادارو کې به د سلاکارانو شمېر را کموي. نوې څرګندونې ښيي، چې د سلاکارانو شمېر نه یوازې کم شوی نه دی، بلکې د هرې ورځې پر تېریدو شوی هم دی.

یوه حکومتي سرچینه وايي؛ په ټولو ادارو کې د سلاکارانو شمېر دوه ویشت زره کسانو ته رسیږي، چې تر ټولو ډېر په مالیې، عامې روغتیا، پوهنې  او کورنیو چارو وزاراتونو کې  ګومارل شوي دي

دغه راز ویل کیږي، چې هر سلاکار له دېرش زره افغانیو نیولې تر دوه سوه پنځوس زره افغانیو میاشتنی معاش اخلي.  

د ولسي جرګې غړی رمضان بشردوست وایي، چې د افغانستان دولت د مشاورینو پر دولت بدل شوی دی. ان مشاور ځانته مشاور نیسي.

د نوموړي په وینا؛ مشاورینو نه یواځې د افغانستان د خلکو پر زخمونو ملهم کینښودل، بلکې د بېوزلو ، کونډو او یتیمانو پر اوږو یو دروند بار هم دی.

ویل کیږي، زیاتره سلاکاران په میاشتو میاشتو هم له مسوولو چارواکو سره نه ویني او یوازې د ګوتو په شمېر سلاکاران په ځینو برخو کې چارواکو ته مشورې ورکوي او نور خپل معاشونه اخلي.

د ولسي جرګې یو شمیر غړي بیا وايي چې زیاتره سلاکاران د اړیکو په بنسټ ګمارل شوي دي.  

د ولسي جرګې د مالي او بودجوي کمیسیون غړې ذکیه سنګین وایي ځڅینې مشاورین باج اخلي او اړوند ادارو ته مسوول نه دي.

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمیسیون رییس احمد مسعود توخي وايي، چې زیاتره سلاکاران د پروژو پر بنسټ نیول شوي او دوی یې د ګټورتوب په اړه څېړنې پیل کړي دي.

د ځینو راپورونو له مخې؛ په ولسمشرۍ ماڼۍ او اجرائيه ریاست کې د سلاکارانو شمېر سلګونه ته رسیږي. زیاتره سلاکاران هغه کسان دي، چې له دندو ګوښه شوي؛ خو بېرته د سلاکارانو په توګه ګومارل شوي دي.

خبریال: فواد ناصري

About Ariana News

Check Also

د اسلام د ستر پیغمبر میلاد په ارګ او د هېواد په نورو برخو کې ونمانځل شو

(Last Updated On: نوومبر 20, 2018) ولسمشر غني د میلاد النبي په مراسمو کې څرګنده …