ملي امنیت په کندوز کې یوه ډله ملشومان د ماین ښخولو پر تور نیولي

(Last Updated On: June 16, 2017)

په کندوز کې د ماشومانو یوه ډله د ملي امنیت ریاست لخوا د ماینونو د ځای پر ځای کولو په تور نیول شوې، چې طالبانو ورته ترهګریزې زدکړې ورکړي دي.

په کندوز کې د جګړو له کمیدو سره د افغان ځواکونو ستونزمن ماموریت هم یو څه  آسانه شوی او ملي امنیت ریاست دلته د ماشومانو یوه ډله نیولې، چې طالبانو ته یې کار کاوه. د دغو ماشومانو عمرونه له اتلس کلونو لږ دي. دوی ته زدکړې ورکړ شوي، چې د امنیتي مامورینو په موترو کې مقناطیسي ماینونه ځای پر ځای کړي.

د دې پېنځه کسیزې ډلې  مشر اووه لس کلن دی.

د پڼځه کسیزې ډلې مشر احسان وایي، زه محمد آغا یوړم او معلم راته د ماینونو ردکړې راکړې. بیا یې راه ۵ کسه راکړل او ما هغو ته زدکړې ورکړې او له ځان سره مو ماینونه راوړل.

هغه زیاتوي، یو ماین مې کیښودو او وچاودیده؛ خو څوک په کې ونه وژل شول، یوازې څو کسه ټپیان شول.

د دې ډلې کوچنی غړی لس کلن ضمیر گل دی.

هغه وایي، زه یې د جهاد په نوم هڅولی یم

په تېرو اووه لس ورځو کې په قلعه زال او امام صاحب ولسوالیو کې سختې جګړې شوي دي، چې د والي د ویاند په وینا، په کې افغان ځواکونو ښې لاسته راوړنې درلودې.

د کندوز والي ویاند محمود دانش وایي، امنیتي ځواکونو د روژې په ورځو کې سخت جنګ کړی دی؛ خو غوره لاسته راوړنې مو لرلې دي.         

دا په داسې حال کې ده، چې اوس هم طالبان د کندوز ښار شاوخوا سیمو کې دي؛ خو امنیتي ځواکونه وایي، په روان اوړي کې د طالبانو د له منځه وړلو لپاره ستر پلانونه لري.

About Ariana News

Avatar

Check Also

په هېواد کې د کرونا ویرویس د اخته کسانو شمېر ۳۳۷ کسانو ته ورسید

(Last Updated On: April 5, 2020) د عامي روغتیا وزرات ویلي، په تېرو ۲۴ ساعتونو …