عاجل خبرونه

ملي شورا به په راروانه اوونۍ کې پرانستل شي

(Last Updated On: April 23, 2019)

 ټاکنڅارې ډلې او کارپوهان وایي؛ تر هغې، چې د پاتې ولایتونو د ولسي جرګې ټاکنو وروستۍ پایلې اعلام او د ټاکنیزو کمیسیونونو د پخوانیو کمیشنرانو دوسیې څرګندې نشي ملي شورا دې نه پرانیستل کیږي.

شاوخوا شپږ میاشتې کیږي، چې د ولسي جرګې ټاکنې تر سره شوي؛ خو تر اوسه ملي شورا د دولت د درې ګونې قوې په توګه فعاله نده.

په راروانه اوونۍ کې د ولسمشر غني لخوا د ملي شورا پرانیسته د ټاکنیزو کارپوهانو له نیوکو سره مخ شوه.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون د دارالانشا پخوانی رییس داوود علي نجفي ټینګار کوي؛ تر هغې، چې  ټاکنیزو کمیسیونونو د پخوانیو کمیشنرانو دوسیې ونه څېړل شي د ملي شورا پرانیسته به ستر ناورین را ولاړ کړي.

د افغانستان د آزادو او عادلانه ټاکنو بنسټ رییس یوسف رشید هم وایي، که د کابل په ګډون د پاتې ولایتونو د ولسي جرګې ټاکنو وروستۍ پایلې اعلام نشي، د ملي شورا پرانیسته به تخنیکي او حقوقي ستونزې را ولاړې کړي.

نږدې دوه میاشتې کیږي، چې د ملي شورا دروازه بنده ده او ټاکل شوې، چې ولسمشر راروانه اوونۍ د ملي شورا پرانیسته وکړي.

په داسې حال کې، چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون تر دې دمه د ۲۸ ولایتونو وروستۍ پیایلې اعلام کړي دي؛ خو د پاتې ولایتونو د ولسي جرګې ټاکنو وروستۍ پایله نده معلومه او د ټاکنیزو کمیسیونونو د پخوانیو کمیشنرانو دوسیې هم تر دې دمه تر څېړنو لاندې دي.

About Ariana News

Avatar

Check Also

که امریکا خپلو ژمنو ته ژمنه پاتې نشي، جګړه به وغزوو- د طالبانو ګواښ

(Last Updated On: August 20, 2019)د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین آریانا نیوز …