عاجل خبرونه

ملي امنیت په پکتیکا کې څلور پاکستاني وسلوال نیولي

(Last Updated On: June 07, 2018 3:12 pm)

د  پکتیکا ملي امنیت ریاست په ډاګه کړې، چې د دغه ریاست کارکوونکیو د دغه ولایت په ګومل ولسوالۍ کې د عملیاتو پروخت څلور پاکستاني وسلوال نیولي دي.

سرچینې زیاته کړې، چې دا  څلور کسان د شمالي وزیرستان اوسیدونکې دي او غوښتل يې د ځايې قومندانانو( بودا او رحمانې) په لارښوونه په افغانستان کې دننه ترهګرې هڅې تر سره کړي.

د سرچینې د څرګندونو له مخې؛ له نیول شویو کسانو سره پاکستاني پېژندپاڼې، پاکستاني سیم کارتونه او یو شمېر میمورۍ، چې دولت ضد پیغامونه په کې ثبت دي تر لاسه شوي دي.

نیول شوي کسان وايي، د پاکستان پر لارښوونه افغانستان ته راغلي دي.

سعیدالله نومی پاکستانی طالب وایي، اوس، چې مو دلته په افغانستان کې هر څه ولیدل؛ پوه شو، چې   مونږ دوکه شوي وو.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان د جنوب ختیځو ولایتونو خلکو له تېرو څو میاشتو راپدیخوا پر امنیتي حالاتو اندېښمن شوي او له حکومتي چارواکو یې د ګاونډ حکومتونو د لاسوهنې د مخنیوی غوښتنه کړې ده.   

About Ariana News

Check Also

د هند اعلان شوې مرستې به د اقتصادي پراختیا لامل شي

(Last Updated On: September 20, 2018 4:55 pm) د هېواد د سوداګرۍ نړیوالې خونې مسوولین …