عاجل خبرونه

ملي تدارکاتو ادارې ټولې۵۰ میلیون افغانۍ سپمولي-سهیل کاکړ

(Last Updated On: سپتمبر 25, 2017)

د تدارکاتو ملي ادارې په تېرو درې کلونو کې د دولت له قراردادیانو پنځوس میلیارد افغانۍ، چې حیف او میل ته برابرې وې؛ سپمولي دي.

د تدارکاتو د ملي ادارې سرپرست سهیل کاکړ د دغې ادارې د درې کلونو د کارکړنو د راپور وړاندې کولو پر مهال څرګنده کړې؛ دوه زره اووه سوه لویې او وړې پروژې یې ارزولي، چې د درې سوه اتیا میلیارد افغانیو پر لګښت یې دوه زره درې سوه دېرش پروژې تائيد کړي دي.

سهیل کاکړ زیاتوي، چې دې ادارې په دغو پروژو کې اتلس میلیارد افغانۍ سپمولي دي.

دغه راز دې ادارې یوسل و نوي شرکتونه ارزولي، چې یو سل و اووه دېرش یې د اسنادو د جعل له کبله په تور لیست کې نیولي دي

د تدارکاتو د ملي ادارې مسولین ټينګار کوي چې د چارو د لاشفافیت لپاره به د دغه ادارې ټولې اداري چارې په برېښنايي سیستم سمبالې کړي.

د دغې اداري مسوولین وايي، چې د اسنادو د جعل له کبله یې یوسل و اووه دېرش شرکتونه په تورلیست کې شامل کړي دي.

خبریال: باعث حیات

About Ariana News

Check Also

کیدی شي طالبانو او خلیلزاد د بهرنیو ځواکونو پر وتلو هوکړه کړې وي

(Last Updated On: نوومبر 17, 2018) د سولي عالي شورا وایي، کیدی شي، چې طالب …