عاجل خبرونه

لویې څارنوالۍ له امنیتي بنسټونو سره څلور اړخیز هوکړه لیک لاسلیک کړ

(Last Updated On: August 8, 2017)

له اداري فساد سره د مبارزې د هڅو په لړ کې دا ځل لویې څارنوالۍ له درې امنیتي ارګانونو سره د فساد په وړاندې د مبارزې څلور اړخیزه هوکړه لاسلیک کړه.

د افغانستان لوی څارنوال فرید حمیدي وایي، د فساد په وړاندې ګډه مبارزه دا ځواک راکوي، چې له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ملاتړ وشي. له دې لارې کولی شو د ډاډمن امنیت د خوندي کولو لپاره ګډې هڅې وکړو او له دې وروسته به هیڅ راز دوسیې پټې پاتې نشي او هره شېبه به پوهیږو، چې قضیه چېرې او په کوم پړاو کې ده.  

ولسمشر غني وايي؛ له فساد سره جدي مبارزې ته ژمن یو او هڅه کوو، چې د فساد کچه په حکومت کې صفر ته راکښته شي.

د ولسمشر په وینا؛ سیاست په دې معنا نه دی، چې ځان او خپلوان له قانونه خوندي کړو؛ په دې توګه افغانستان نه جوړیږي.

د ملي امنیت رييس معصوم استانکزی وايي، چې قانون باید یوازې پر کمزورو کسانو پلی نشي؛ ټول دې قانون ته مسوول وګڼل شي.

په امنیتي او دفاعي بنسټونو کې له اداري فساد سره د مبارزې د څرنګوالي په اړه درې ورځنۍ غونډه روانه ده، چې په کې د امنیتي او قضايي چارو درې سوه پنځوس کسان ګډون لري.

About Ariana News

Avatar

Check Also

په افغانستان کې د خوړو د مصونیت نشتوالی ننګونکی دی

(Last Updated On: October 17, 2019)د خوړو او کرنې نړیوال سازمان په افغانستان کې د …