عاجل خبرونه

لویه څارنوالي په اوونۍ کې یوځل له دوسیه لرونکیو سره ګوري

(Last Updated On: جنوري 22, 2018)

لویه څارنوالي له هغو کسانو سره په اوونۍ کې یو ځل د مخامخ لیدنو زمینه برابروي، چې په عدلي ارګانونو کې دوسیې لري او له هغو مامورینو سره له قانوني چلند خبر هم ورکوي، چې دوسیې پخپل وخت نه څېړي او د خلکو کارونه ځندوي.

د لویې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي وایي، لوی څارنوال غواړي د کارونو د چټکوالي او د ستونزو د حل لپاره په اوونۍ کې یوه ورځ له هغو کسانو سره وګوري، چې په عدلي او قضايي  ارګانونو کې دوسیې لري.

زیاتره وخت په عدلي او قضايي ارګانونو کې دوسیې پخپل وخت نه څېړل  کیږي او ان ځينې کسان دعوا کوي، چې په کلونو کلونو په بند کې ساتل شوي؛ خو اوس یې هم برخلیک نه دی څرګند.

ښاغلی جمشید رسولي زیاتوي؛ د هغو کسانو په وړاندې، چې د دوسیو په اړه قانوني کړنې نه کوي یا د افغانستان خلک غولوي او له کمیشنکارانو سره اړیکې ساتي؛ له دوسیه لرونکیو سره به یې له لیدنو وروسته، په اړه قانوني غور او فکر کیږي.

دغه راز  له لوی څارنوال فرید حمیدي سره په دې لیدنو او کتنو کې هغه خلک، چې سترې دوسیې لري؛ لوی څارنوال ته یې پخپله وړاندې کوي.

ستاره نومې، چې نهه کاله مخکې یې میړه وژل شوی او قاتلین يې تښتیدلي دي په دې اړه یې ویلي، چې قاتلانو ترکیې ته تېښته کړې؛ پوره نهه کاله یې په عدلي او قضايي ارګانونو کې مڼدې ترړي کړي؛ خو اوس هم روښانه نه ده، چې څومره نور به له دغه حالت سره مخ وي.

له یوې خوا د افغانستان ټول وګړي عدلي او قضايي ارګانونو ته لاسرسی نلري او له بلې خوا په دغو ارګانونو کې د اداري فساد له کبله ځينې دوسیې پخپل وخت نه څېړل کیږي؛ خو مسوولین خلکو ته ډاډ ورکوي او وايي، چې په عدلي او قضايي ارګانونو کې له فساد سره جدي مبارزه پیل شوې او ټولو ته به عدالت ته د لاسرسي زمینه برابره شي.

خبریاله: لیدا نیازۍ

About Ariana News

Check Also

خلیلزاد د ولسمشریزو ټاکنو د ځنډیدو وړداندیز کړی

(Last Updated On: نوومبر 13, 2018) وال ستریت ژورنال په ډاګه کړې، چې، ترمپ د …