نوی ډیلی به د دوشنبې په ورځ د چین، هند او روسیه د ۱۵ ناستې کوربه وي

(Last Updated On: دسمبر 9, 2017)

ټاکل شوې  دوه ورځې وروسته د چین، هند او روسیې د بهرنیو چارو وزیران د افغانستان  او سیمې په اړه په نوي ډیلي کې ۱۵ ناسته تر سره کړي.

روسیه د افغانستان د شخړې د حل لپاره پر ناپوځي لارو ټینګار کوي او د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت وایي، په دې ناسته کې به د ترهګرو خلاف د مبارزې او نشه یی توکو د قاچاق پر مخنیوي بحث وشي.

نوی ډیلی به د دوشنبې په ورځ د روسیې، چین او هند د بهرنیو چارو د وزیرانو د پېنځلسمې ناستې کوربه دي. په دې ناسته کې د نشه یی توکو او ترهګرو په وړاندې د مبارزې پر څرنګوالي خبرې کیږي؛ خو د افغانستان وضعیت به د آسیا د دې درې ځواکمنو هېوادونو د بحث مهمه مساله وي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت بیا وایی، چې په افغانستان کې روان پوځي او سیاسي وضعیت او له ترهګرو سره د مبارزې بهیر هم د غونډې د بحث مهمه برخه ده.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال صبغت الله احمدي د تاوتریخوالي د پای ته رسولو لپاره د هند، چین اوروسیې هڅې اغېزمنې ګڼي او وایي؛ ټولې ترورستي ځالې او مرکزونه دي له منځه یووړل شي، چې مونږ ثبات ته ورسیږو.

د پوهنتون استاد نصرالله ستانکزی وایي، که په پاکستان کې د ترهګرو ځالې له منځه ولاړې نشي؛ دا درې واړه هېوادونه، چې په نوي ډیلي کې ناسته لري، زما په اند د تروریزم لوموني قربانیان وي.             

کلونه کلونه کیږي، چې افغانستان د ترهګرۍ پر وړاندې جګړه کوي او تر اوسه هیڅ راز هڅو تاوتریخوالی کم کړی نه دی او افغان دولت تل د ترهګرو خلاف د مبارزې لپاره پر سیمه ییزې اجماع ټینګار کړی دی.

خبریال: فواد ناصري

About Ariana News

Check Also

اجرائیه رییس عبدالله د ايران له ولسمشر سره لیدلي

(Last Updated On: سپتمبر 25, 2018) د افغانستان د ملي وحدت حکومت اجرائیه رییس داکتر …