تازه خبرونه
هڅه کوو، چې طالبان له افغان حکومت سره د سولې خبرو ته قانع شي- خان
د پاکستان لومړي وزیرعمران خان ژمنه کړې، چې له افغان حکومت سره د وسلوالو طالبانو خبرو ته به زمینه برابروي.
د ترکیې له ټي آر ټي تلویزیون سره په مرکه کې د پاکستان لومړي وزیر عمران خان ویلي، چې خپلې هڅې به تر هغه وخته روانې ساتي، چې وسلوال طالبان له افغان دولت سره د سولې خبرو ته قانع شي.
د پاکستان لومړي وزیر عمران خان څرګنده کړې، چې د افغانستان ستونزه پر جګړه نه حل کیږي؛ د خوښۍ ځای دی، چې ټول اوس پدې پوه شوي دي. مونږ، چې اوس څه د خپل ګاونډ لپاره کولی شو؛ هغه دا دي، چې وسلوال طالبان له امریکا او افغان دولت سره د سولې خبرو ته قانع کړو.
عمران خان دا هم په ډاګه کړې، چې د دوه زره لومړي کال د سپتمبر له یوولسمې راوروسته پاکستان له امریکا سره ملګرتيا وکړه او په افغانستان کې د شوروي اتحاد د برید پر وخت یې د پیسو په بدل کې د ملګرو په توګه وجنګیدو؛ خو اوس نه غواړو د پیسو په بدل کې له چا سره جګړه وکړو.
د پاکستان لومړی وزیر عمران خان زیاته کړې، چې اوس مونږ له چا پیسې نه غواړو او نه هم د پیسو په بدل کې چا ته کار کوو. زمونږ بهرنۍ تګلاره د پاکستان د خلکو په ګټه جوړه شوې ده.
له دغو خبرو سره همهاله د امریکا ولسمشر او د هند لومړي وزیر ژمنه کړې، چې له افغانستان سره به په ۲۰۱۹ کال کې هم ستراتیژیکې او اقتصادي همکارۍ روانې ساتي؛ ځکه، چې امریکا له افغانستان څخه د اووه زره سرتېرو پر وتو غور پیل کړی دی.
داسې بريښي، چې د سیمې هېوادونه د افغانستان د سولې په اړه له پخوا ډېر فعال شوي؛ خو وېره دا ده، چې دغه فعالیتونه به پر سیمه ییزو تربګینو بدل نشي.
دا په داسې حال کې ده، چې د عربي اماراتو د وزیرانو له ريیس سره په خبرو کې پاکستان او عربي متحده اماراتو د افغان سولې لپاره پر ګډو هڅو هوکړه کړې ده.
تازه خبرونه
د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې
نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.
د سیمهییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخاندریا د والي لهخوا د بلخ چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.
د سرخاندریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.
په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.
کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.
تازه خبرونه
په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي
نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.
نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.
بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.
او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.
ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.
تازه خبرونه
له اسلامي امارت سره نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼشمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.
ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.
د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.
-
تازه خبرونه2 days ago
وروستیو سیلابونو په افغانستان کې ۱۵۰۰ کورنیو ته زیانونه رسولي
-
نړۍ4 days ago
د جاپان دوه پوځي چورلکې بحر ته وغورځېدې
-
تازه خبرونه4 days ago
د پاکستان سرحدونو وزیر د افغان کډوالو پر باعزته ستنېدا ټینګار وکړ
-
نړۍ2 days ago
د مالیزیا بحري ځواکونو د چورلکو په ټکر کې ۱۰ کسان مړه شول
-
لوبی3 days ago
عینو مېنې، استقلال کابل او اټکانرژي فوټبال لوبډلې، خدیم افسي مات کړل
-
تازه خبرونه2 days ago
راشد خان د افغان بیسیم سوداګریز سفیر شو
-
لوبی2 days ago
د موج ساحل لوبغاړي د جوانان واحدي لوبډلې پر وړاندې زړهراکښونکی ګول ترسره کړ
-
سیمه ییز خبرونه3 days ago
د ایران ولسمشر پر درې ورځني سفر پاکستان ته ولاړ