ټول خلک د طالبانو په ګډون په ټاکنو کې د رایو ورکولو او کاندیدو حق لري

(Last Updated On: مې 28, 2018)

د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون ویاند وایي، چې ټول خلک د طالبانو په ګډون د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو په ټاکنو کې د رایو ورکولو او کاندیدو  حق لري.

د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون ویاند علي رضا روحاني وایي، که څه هم د طالبانو تر کنترول لاندې سیمو کې  ټاکنې ناشونې دي؛ خو که څوک وغواړي په ټاکنو کې ګډون وکړي، کولی شي ځان کاندید کړي.

د نوموړي په وینا؛ هر څوک، چې د ټاکنو قوانین او کړنلارې په پام کې ونیسي، د روان کال په ټاکنو کې کولی شي ګډون وکړي.

د افغانستان د نوې ملي جبهې غړی صدیق پتمن وایي؛ حکومت اراده نه لري، چې ټاکنې تر سره کړي. که حکومت د ټاکنو لپاره کلکه اراده ولري، د ټاکنو په وړاندې هیڅ خنډ نشته.

د هغه په باور ټاکنې به د تلې په اته ویشتمه هم ونشي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون رییس ګلاجان عبدالبدیع صیاد وایي، د تلې پر اته ویشتمه د ۱۳۹۷ کال ټاکنو ته تیاری پیل شوی دی.

هغه زیاته کړې، که  د ټاکنو نېټه بیا بدله شي، روان کال کې ناشونې ده، چې ټاکنې وشي.

خبریاله: افسون محمدي

About Ariana News

Check Also

د افغانانو تر منځ د سولې مذاکراتو پیلولو ته زمینه برابره ده- خلیلزاد

(Last Updated On: نوومبر 19, 2018) د افغانستان د سولې لپاره د امریکا متحده ایالتو …