عاجل خبرونه

ولسي جرګه د بیت المقدس په تړاو د ترمپ پرېکړه غندي او مسلمانانو ته یې سپکاوی بولي

(Last Updated On: دسمبر 9, 2017)

ولسي جرګه د بیت المقدس په تړاو د امریکا د ولسمشر پرېکړه ټولو مسلمانانو ته سپکاوی بولي او په سختو ټکو کې یې غندي.

د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ د تېرې اوونۍ بیت المقدس د اسرائیلو د پلازمېنې په توګه په رسمیت پېژانده او د یو شمېر نورو غبرګونونو ترڅنګ دا دی د ولسي جرګې غړيو هم پر دې مسالې توند غبرګون وښود.

په ولسي جرګه کې د کونړ استازی شهزاده شاهد وایي، د امریکا له دې پرېکړې سره د نږدې دوه میلیارد مسلمانانو احساسات زیانمن شول او ملګري ملتونه دې د دې ناقانونه او غیر انساني ګام په وړاندې فوق العاده ناسته تر سره کړي.

په ولسي جرګه کې د کوچیانو استازی مولوي تره خېل محمدي وایي،  بیت المقدس د مسلمانانو لومړنۍ قبله ده او د ترمپ دا کار غیر قانوني او غیر انساني دي؛ دی غواړي، چې امریکایان د مسلمانو هېوادونو سره ښکېل کړي. د ده پرېکړه ټولو مسلمانانو ته سپکاوی دی او پر وړاندې یې باید ودریږو.

ولسي جرګې په دې اړه یوه اعلامیه صادره کړه او د اعتراض په توګه ټول ودرېدل.

په ولسي جرګه کې د غزني استازی عبدالقیوم سجادي ویلي، چې  د ترمپ پرېکړه له نړیوالو قوانینو سره په ټکر کې ده. مونږ له ملګرو ملتونو غواړو، چې په دې اړه بېړنۍ ناسته تر سره او دا یاده پرېکړه لغو کړي.        

د ولسي جرګې غړي ټینګار کوي، چې اسلامی هېوادونه باید د دې اقدام په وړاندې غلي پاتې نه شي او له دې هېواد سره اړیکې تحریم کړي، له دې پرته به د دوی په وینا، د نیواک لمن نوره هم پراخه شي.

خبریال: رفیع صدیقي

About Ariana News

Check Also

خلیلزاد د ولسمشریزو ټاکنو د ځنډیدو وړداندیز کړی

(Last Updated On: نوومبر 13, 2018) وال ستریت ژورنال په ډاګه کړې، چې، ترمپ د …