Connect with us

تازه خبرونه

ولسي جرګې له ۱۲ وزیرانو یوازې یوه ښځینه وزیره رد کړه

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

ولسي جرګې نن دوشنبه(د لیندۍ ۱۳) د ولسمشر د دوه یم مرستیال له لوري ورپېژندل شویو ۱۲ نوماند وزیرانو ته رایې ورکړې، چې له دوی څخه یوازې یوه ښځینه نومانده د ټاکل شویو ۱۱۲ رایو پخپلولو بریالۍ نشوه.

دغو نوماندانو په تېرو څو ورځو کې وکولی شول، چې خپل کاري پروګرامونه د ولسي جرګې غړیو ته وړاندې کړي؛ خو له دوی څخه یوازې کانونو او پترولیم وزارت ته نوماندې نرګس نهان ونشو کولی، چې د ولسي جرګې منل شوې رایې خپلې کړي. نوموړې د ۱۰۷ پخپلولو رایو ولسي جرګې رد کړه.

په نننیو نوماند وزیرانو کې دفاع وزارت ته نوماند طارق شاه بهرامي د ۱۴۱ رایو، د لوړو زدکړو وزارت ته نوماند نجیب الله خواجه عمري د ۱۲۴ رایو، د ترانسپورټ وزارت ته نوماند محمد حمید طهماسي د ۱۴۹ رایو، د کورنیو چارو وزارت ته نوماند ویس احمد برمک د ۱۷۳ رایو، د کار او ټولنیزو چارو وزارت ته نوماند فیض الله ذکي د ۱۲۶ رایو، د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت ته نوماند محمد شفیق ګل اغا شېرزي د ۱۵۸ رایو، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت ته نوماند شهزادګل اریوبي د ۱۱۵ رایو، د کلیو د پراختیا وزارت ته نوماند مجیب الرحمان کریمي د ۱۲۹ رایو، د ټولګټو وزارت ته نوماند یما یاري د ۱۵۶ رایو، اقتصاد وزارت ته نوماند مصطفی مستور د ۱۵۵ رایو، د کرنې او اوبو لګولو وزارت ته نوماند نصیراحمد دراني د ۱۴۴ رایو پخپلولو د اړوند وزارتونو د وزیرانو په توګه ومنل شول؛ خو د کانونو او پټرولیم وزارت ته نومانده  نرګس نهان بریالۍ نشوه، چې اړوند وزارت ته د وزیرې په توګه ټاکل شوې رایې خپلې کړي.

د ولسي جرګې رییس عبدالروف ابراهیمي له ملي وحدت حکومت څخه غوښتي، چې ۳ پاتې وزیران او د سترې محکمې رییس هم ولسي جرګې ته د باور رایې اخیستو په موخه وروپېژني.

د پوهنې او اطلاعاتو او کلتور وزارتونو لپاره دوه سرپرست وزیران ټاکل شوي؛ خو تراوسه ولسي جرګې ته د باور رایې د اخیستو لپاره نه دي ورپېژندل شوي او د بهرنیو چارو وزارت تراوسه د سرپرست له لوري اداره کېږي.

تازه خبرونه

د داعش خراسانی مشر د پاکستان په بلوچستان کې دی – رویټرز

Published

on

(Last Updated On: وری ۹, ۱۴۰۳)

رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی، چې د داعش د خراسان څانګې مشر د پاکستان په بلوچستان ایالت کې ژوند کوي.

د دغه خبري آژانس د راپور له مخې: ۲۹ کلن ثناالله غفاري، چې شهاب المهاجر هم یاد شوی؛ دا ډله یې د داعش پر تر ټولو وېرونکې څانګې بدله کړې ده.

رویټرز دا هم څرګنده کړې، چې ثناالله غفاري په ۲۰۲۰ ز. کال کې د داعش خراسان څانګې مشري پر غاړه واخیسته او د ده د مشرۍ پر مهال دغې ډلې سخت بریدونه وکړل او یو شمېر کسان یې ځان ته جلب هم کړل.

رویټرز زیاته کړې، چې د غفاري په اړه د ۲۰۲۱ کال د کابل پر هوايي ډګر د داعش له وژونکي برید مخکې، چې ۱۷۰ افغان ملکي وګړي او ۱۳ امریکايي پوځیان ووژل شول؛ ډېر لږ معلومات خپاره شوي وه.

د داعش د خراسان څانګې بحث وروسته له هغې ګرم شو، چې د تېرې جمعې ورځ مسکو ته نږدې د کنسرت په یوه تالار کې خونړۍ ډزې وشوې او لږ تر لږه ۱۳۹ کسان په کې ووژل شول.

له دې مخکې پاکستانيو چارواکو اعلان کړی و، چې غفاري د تېر کال په جون میاشت کې د افغانستان په کونړ ولایت کې وژل شوی؛ خو اوس رویټرز خبر ورکوي، چې نوموړی پاکستان ته تښتېدلی او د بلوچستان په ایالت کې اوسېږي.

د افغانستان کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع وايي، داعش له څه باندې دوه کلونو راپدیخوا په افغانستان کې ځپل شوی او خپلې عملیاتي وړتیاوې یې له لاسه ورکړي او ګواښ پېښولی نشي.

ویل کیږي، چې داعش په افغانستان کې وروستی برید د کندهار ولایت د کابل بانک پر دفتر وکړ، چې ۳ کسان یې ووژل او ۱۲ نور ټپیان دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د رښتر پر کچه ۵ اعشاریه ۲ درجې زلزلې افغانستان ولړزاوه

Published

on

(Last Updated On: وری ۹, ۱۴۰۳)

د هند د زلزلې ملي مرکز څرګنده کړې، چې نن (پنجشنبه د وري نهمه) له غرمې وروسته د رښتر پر کچه ۵.۲ درجې زلزلې افغانستان ولړزاوه.

دا زلزله د ځمکې په ۷۰ کیلومټره ژوروالي کې رامنځته شوې او مرکز یې د بدخشان ولایت د اشکاشم ولسوالۍ شمال ختیځه غرنۍ سیمه ده.

دغه زلزله پر افغانستان سربېره په تاجکستان، ازبکستان او قرغزستان کې هم احساس شوې ده.

تر اوسه د دې پېښې د ځاني او مالي زیان په اړه څه ندي ویل شوي.

تېر اکټوبر په هرات ولايت کې د رښتر پر کچه شپږ اعشاريه څلور درجې زلزلې له دوه زره زيات کسان مړه او ډېر کلي ویجاړ کړل.

Continue Reading

تازه خبرونه

د بیات بنیاد د روژې مرسته د بلخ ولایت اړمنو ته ورسېده

Published

on

(Last Updated On: وری ۹, ۱۴۰۳)

بیات بنیاد د روژې د مرستو په لړ کې د بلخ ولایت لسګونه اړمنو کورنیو ته خوراکي توکي ووېشل.

د بیات بنیاد د روژې د مرستو په لړ کې دا ځل د بلخ ولایت لسګونه اړمنې کورنۍ تر پوښښ لاندې راغلې. په بلخ ولایت کې د بیات بنیاد استازی یافث ثاقب وایي؛ په دې مرسته کې اوړه، غوړي او وريجې شته، چې پر اړمنو کسانو وېشل شوې دي.

نوموړي زیاته کړې؛ د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د بیات بنیاد د روژې د مرستو لړۍ روانه ده.

هغو کورنیو، چې دغه مرستې ترلاسه کړې د دې بنسټ له مرستو خوښ دي او له نورو مرستندویه بنسټونو هم غواړي، چې له اړو کسانو سره مرستې وکړي.

بیات بنیاد یو له هغو خیریه بنسټونو څخه دی، چې په تېرو ۲۰ کلونو کې یې پر اړمنو کورنیو د مرستو د وېش ترڅنګ یې د هېواد په بېلابېلو برخو کې رغنیزې پروژې هم پلې کړې دي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!