تازه خبرونه
ولسي جرګه دې د سولې له مشورتي جرګې مخکې پرانستل شي
د ولسي جرګې د تېرو ټاکنو یو شمېر نوماندان وايي، چې د سولې له مشورتي لویې جرګې مخکې باید د دغو ټاکنو پایلې روښانه او ولسي جرګه پرانیستل شي.
د ولسي جرګې له ټاکنو شاوخوا شپږ میاشتې تېرېږي؛ خو د پایلو برخلیک یې اوس هم ناڅرګند او له بېلابېلو خنډونو سره مخ دی.
د ولسي جرګې یو شمېر نوماندان وايي، چې خلک باید په مشورتي جرګه کې خپل رښتیني استازي ولري.
د ولسي جرګې غړی مخدوم ابدال محمدي وایي؛ له حکومته په بشپړ درناوی هیله ده، چې د ولسي جرګې پاتې پایلې اعلام او د ملي شورا پرانسته وکړي. کنه مونږ به هم د خپلو خلکو د رایو د سپکاوي مخه ونیسو.
د ولسي جرګې د ټاکنو نوماند خان آغا رضایي وایي؛ پارلمان باید د سولې له مشورتي جرګې مخکې کار پیل کړي، چې خلک په ولسي جرګه کې له خپلو رښتینو استازیو پوره ډاډ تر لاسه کړي.
دوی خبرداری ورکوي، چې که یې غوښتنې ونه منل شي، په دې اړه به خپلو اعتراضونو ته دوام ورکړي.
په ولسي جرګه کې د خوست استازی کمال ناصر اصولي وایي، چې د مشورتي جرګې له جوړیدو مخکې باید د استازیو برخلیک څرګند شي، چې د څه لپاره په جرګه کې ګډون کوو او کنه پراخ لاریونونه به پیل کړو.
د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون وايي، چې له کابل پرته د هلمند، وردګ، کندهار، پکتیا، کندوز او بغلان ولایتونو او د کوچیانو حوزې شکایتونه به د سولې مشورتي لویې جرګې له جوړیدو مخکې وڅېړل شي او پایلې به یې اعلان کړي.
د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون منشي محمد قاسم الیاسي وایي، چې د پاتې ولایتونو پایلې به د ټاکنو کمیسیون ته ولیږل شي؛ خو د کابل ولایت وروستۍ پایلې اعلامول ناشوني دي.
په پام کې ده، چې د سولې مشورتي جرګه به د غویيی پر نهمه جوړه شي؛ دغه راز به د روان کال د تلې پر شپږمه ولسمشریزې، د ولایتي شورا او ولسوالیو شوراګانو ټاکنې او دغه راز په غزني کې د ولسي جرګې ټاکنې پر یوه وخت تر سره شي.
خبریاله : دیانا صمدي
تازه خبرونه
د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې
نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.
د سیمهییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخاندریا د والي لهخوا د بلخ چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.
د سرخاندریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.
په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.
کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.
تازه خبرونه
په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي
نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.
نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.
بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.
او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.
ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.
تازه خبرونه
له اسلامي امارت سره نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼشمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.
ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.
د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.
-
تازه خبرونه3 days ago
وروستیو سیلابونو په افغانستان کې ۱۵۰۰ کورنیو ته زیانونه رسولي
-
نړۍ4 days ago
د جاپان دوه پوځي چورلکې بحر ته وغورځېدې
-
تازه خبرونه4 days ago
د پاکستان سرحدونو وزیر د افغان کډوالو پر باعزته ستنېدا ټینګار وکړ
-
نړۍ2 days ago
د مالیزیا بحري ځواکونو د چورلکو په ټکر کې ۱۰ کسان مړه شول
-
لوبی4 days ago
عینو مېنې، استقلال کابل او اټکانرژي فوټبال لوبډلې، خدیم افسي مات کړل
-
تازه خبرونه2 days ago
راشد خان د افغان بیسیم سوداګریز سفیر شو
-
لوبی3 days ago
د موج ساحل لوبغاړي د جوانان واحدي لوبډلې پر وړاندې زړهراکښونکی ګول ترسره کړ
-
سیمه ییز خبرونه3 days ago
د ایران ولسمشر پر درې ورځني سفر پاکستان ته ولاړ