عاجل خبرونه

نورو هېوادونو ته له سوریې او عراق څخه د داعشيانو د ورتګ مخنیوی کیږي- فلیکس ګیدني

(Last Updated On: May 10, 2018 6:50 pm)

په عراق کې د بریتانوي ځواکونو یوه قومندان ویلي، چې له سوریې او عراق څخه افغانستان او نورو هېوادونو ته د داعشيانو د ورتګ مخنیوی کیږي.

په عراق کې د ګډو بهرنیو ځواکونو د قومندانۍ بریتانوي مرستیال فلیکس ګیډني وایي: دا سخته ده، چې ووایو داعش چېرته خپل وروستۍ هدف لري؛ خو مونږ ګورو، چې ځینې داعشیان د خوځښت په حال کې دي او غواړي و تښتي. رښتیا دا دي، چې مونږ ټول داعشیان نشو نیولی؛ خو هڅه کوو، چې پراخ شمېر یې ونیسو او له تېښتې څخه یې مخنیوی وکړو. هغه که هر ځای ته وي.

دغه بریتانوی قومندان زیاته کړې، چې سوریې ته هم له نورو هېوادونو څخه داعشیان ورغلي؛ خو دا یې څرګنده نه کړه، چې په هغو کې له افغانستان څخه هم څوک نیول شوي که نه.

د افغانستان دفاع وزارت وايي، داعشیان د افغانستان په ځینو ولایتونو کې له پښو غورزول شوي او په ځينو نورو کې یې پر وړاندې پراخ عملیات روان دي.

د ملي دفاع وزارت د ویاند د دفتر سرپرست محمد رادمنش وایي: زه په دې اند یم، چې داعش او نور ترهګر نشي کولی په افغانستان کې دومره ستونزې رامنځته کړي، چې خلک ډېر په اعذاب کړي. مونږ د داعش پر وړاندې خپل عملیات کوو.

هغه زیاته کړې، چې، بلک هاک امریکايي الوتکې د جګړې په ډګر کې ډېرې اړینې دي او  تر ۲۰۲۴ کال پورې به افغانستان ۱۵۹ پوځي الوتکې ولري.

دغه دفاعي بنسټ که څه هم د داعش او نورو ترهګرو ډلو د له منځه وړلو لپاره الوتکې اړینې بولي، خو داعشیانو دا مهال په ښارونو کې خپل بریدونه زیات کړي، چې الوتکې هم هغوی نشي په نښه کولی.

خبریال: خلیل الرحمن امید

About Ariana News

Check Also

پولیسو په ننګرهار ولایت کې د لوی ملي ائتلاف خیمې ټولې کړې

(Last Updated On: September 18, 2018 6:07 pm) د ننګرهار والي ویاند څرګنده کړې، چې …