عاجل خبرونه

ځینې وسلوالې ډلې له وسلوالو طالبانو سره د یوځای کیدو هڅې کوي

(Last Updated On: مې 25, 2017)

یو شمېر سرچینې وايي؛ ځینې وسلوالې ډلې هڅې کوي، چې له وسلوالو طالبانو سره یو ځای شي.

پوځي کارپوهان وايي، چې روانې جګړې افغان او نړیوال سرتېري له ستونزمن حالت سره مخ او د حل لپاره یې ګډې مشورې پیل کړي دي.

د افغانستان ملي دفاع وزارت ویاند دولت وزیري د حالاتو د کابو کولو لپاره د خالد په عملیاتو کې ځان ته خپلې موخې ټاکلي او وایي، چې په ملي دفاع وزارت کې د موازي ادارو له منځه وړل، د پوځ تر څلوېښت فیصدو سرتېرو بیا ارزونه، د کوماندو ځواکونو دوه برابره کول، د روان کال په لومړیو دوه میاشتو کې د ملي اردو د ۱۱۸۷ عملیاتو تنظیمول، د ځانګړیو ځواکونو لپاره  د ۸۲۸  عملیاتو تنظیمول، د ۱۹۹ شپنیو عملیاتو ترسره کول، د پیاده ځواکونو د ملاتړ لپاره ۵۸۳۱ پروازونه او د ۷۶۹ هوای عملیاتو تر سره کول.

د نوموړي په وینا؛ په دغو عملیاتو کې څلور زره وسلوال طالبان وژل شوي، ۲۱۰۹ ټپیان دي او ۲۹۰ نیول شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ملي دفاع وزارت په تدارکاتو کې د فساد اندېښنې هم په ځای دی.

د دفاع وزارت د لوژیستیک مرستیال غلام سخي احمدزی وايي، چې مونږ قراردادونه مرکزي کړل، چې مخکې سیمه ییزو قولاردوګانو تر سره کول. په دې اړه مو د شپږ میلیاد افغانیو د اختلاس مخه نیولې ده.

وسلوال طالبان هم خپلو موخو ته د رسیدو لپاره پلانونه لري او غواړي، چې: د اکمالاتو لپاره د پاکستان له چترال سره د بدخشان د بهارک ولسوالۍ نښلول، د عوایدو لپاره په شمالي ولایتونو کې د جګړې پراخول، په کندهار کې د ځينو سیمو لاندې کول، د روزګان او کندهار د لارې تړل، د بغلان کندوز د لارې بندول، د کندوز او روزګان د ډيرو ولسوالیو نیول، د فراه ولایت د لارې تړل او د کابل ناامنه کول د طالبانو د منصوري عملیاتو مهمې موخې بلل شوې دي.

په همدې حال کې ښايي، چې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د ماموریت په بڼه کې هم بدلون راشي او په وسلوالو طالبانو بریدونه زیات کړي.

په افغانستان کې د امریکا نوي پلانونه دا دي: د وسلوالو مخالفینو د روزنې مرکزونو په نښه کول، د داعش بشپړه ماته او له افغان ځواکونو سره د جګړې په ډګر کې همکاري.

About Ariana News

Check Also

د اسلام د ستر پیغمبر میلاد په ارګ او د هېواد په نورو برخو کې ونمانځل شو

(Last Updated On: نوومبر 20, 2018) ولسمشر غني د میلاد النبي په مراسمو کې څرګنده …