تازه خبرونه
ځینې ټاکنیز کمیشنران دې عدلي او قضایي بنسټونو ته وروپېژندل شي
د ټاکنو خپلواک کمیسیون ځینو پخوانيو چارواکو ویلي؛ د ولسي جرګې د ټاکنو ځینو نوماندانو او څارونکیو بنسټونو غوښتي، چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون ځینې کمیشنران دې عدلي او قضایي بنسټونو ته وروپېژندل شي.
ټاکنو خپلواک کمیسیون تېره ورځ د لوړ پوړیو چاوراکو د بدلولو لپاره د نوې طرحې له جوړیدو خبر ورکړ؛ خو ښکېلو خواوو ته دا طرحه د منلو نده او وایي، نوې طرحه سمبولیکه ده او د لومړنيو سمونونو له مخې باید اوسني کمیشنران دندې پریږدي او عدلي او قضایي بنسټونو ته وروپېژندل شي.
د ګوندونو د سیاسي کمیتې غړی همایون جریر وایي، چې ګوندونه، مدني بنسټونه او ان دولت پدې باور دي، چې باید د ټاکنیزو کمیسیونونو مدیران بدل شي.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون د دارالانشا پخوانی رییس داوود علي نجفي ویلي، چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون د کمیشنرانو له لیریکیدو پرته، چې خپله په فساد کې ښکېل دي؛ ولسمشریزو ټاکنو تر سره کول به نوی بحران رامنځته کړي.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون په داسې حال کې د سمونونو لپاره طرحه وړاندې کړې، چې د ټاکنو څارونکیو بنسټونو او د ټاکنو خپلواک کمیسیون پخوانيو چارواکو د کمیسیون اوسني مشران د بډو پر اخیستو، د حکومت مداخلو ته پر زمینه برابرولو او د کړکېچ لور ته د ټاکنو پر بیولو تورن کړي دي.
دا لدې کبله ده، چې دوی وایي، د ټاکنو کمیسیون له اوسنیو کمیشنرانو سره باید حساب او کتاب وشي.
د افغانستان د ټاکنو د څار بنسټ غړی حبیب الله شینواری وایي، چې خپله کمیشنرانو پر کمزوري مدیریت ټاکنې تر سره او بحران ته نږدې کړې؛ دوی باید عدلي او قضایي څانګو ته ځواب ورکوونکي وي.
د ولسي جرګې ځینې نوماندان د کمیسیون له کړنو خوښ ندي او په مشرتابه کې یې بدلون غواړي.
دوی نیوکه کوي، چې اوسنیو مشرانو د ولسي جرګې ټاکنې په ډېر جنجال تر سره کړې او د پلازمېنې د ټاکنو د پایلو په اعلام کې یې پوره ناغیړي هم کړېده.
د ولسي جرګې ټاکنو ته نوماند نعیم نظري وایي: په بنسټیزه توګه نشم ویلی، چې ولسمشریزې ټاکنې به د خلکو د رایو له مخې تر سره شي؛ ځکه، چې د کمیسیون رهبري د ټاکنو د تر سره کولو د مدیریت وس نلري.
د ټاکنو خپلواک کمیسیونونه د دغو نیوکو په ځواب کې وایي، چې که له چا سره په دې اړه اسناد وي؛ نو عدلي او قضایي څانګو ته یې باید وروسپاري.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون کمیشنره ملیحه حسن څرګنده کړې؛ دا د اصلاحاتو د رامنځته کولو پړاو دی، چې د اصولو له مخې غوره رییسان وټاکل شي. د کمیشنرانو ادلون او بدلون د حکومت له سیاسي پرېکړې سره تړاو لري.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون په مشرتابه کې بدلون د سیاسي ګوندونو غوښتنه ده، چې د دوی په باور باید د ولسمشرۍ له ټاکنو مخکې تر سره شي. دغه راز په کابل کې د امریکا سفارت هم ویلي، چې په ټاکنو خپلواک کمیسیون کې سمونونه یوه جدي اړتیا ده.
خبریال: باعث حیات
تازه خبرونه
ایران او پاکستان د افغانستان په اړه ګډه اعلامیه خپره کړه
ایران او پاکستان په یوه ګډه اعلامیه کې د یو سولهییز، متحد، خپلواک او له ترهګرۍ او نشهیي توکو قاچاق څخه د پاک افغانستان په اړه پخپلو ژمنو ټینګار څرګند کړی دی.
دواړو لوریو د ترهګریزو ډلو شتوالي ته په افغانستان کې نغوته کړې، چې سیمې او نړۍ ته امنیتي ګواښ دی؛ نو پر وړاندې یې پر مبارزه، همکارۍ او متحدې جبهې جوړولو ټینګار کړی دی.
دوی دغه راز د سیمې د امنیت او ثبات د ډاډمنولو لپاره د سیمهییزې او نړیوالې همغږۍ د اړتیاوو پر اهمیت خبرې کړې دي.
دواړه لوري د افغانستان حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ته د احترام کولو تر څنګ څرګندوي؛ د دې هېواد ټولې خواوې باید په بنسټیزو پرېکړو کې ونډه ولري، چې په هېواد کې د سولې او ثبات لامل شي.
تازه خبرونه
له ۱۰۰۰ ډېر افغان مهاجرین له پاکستان څخه جبري وایستل شول
د مهاجرینو چارو وزارت ویلي، چې د غویي پر څلورمه د سپین بولدک له فرضي کرښې څخه ۱۰۰۱ افغان مهاجرین پر جبري بڼه خپل هېواد ته راستانه شول.
د کندهار سپین بولدک سرحدي آمریت د راپور له مخې؛ ۱۹۱ کورنۍ، چې ۹۹۸ کسان دي او درې کسان نور، چې له بنده ازاد شوي؛ په جبري توګه له پاکستان څخه هېواد ته راستانه شول.
د مهاجرینو چارو وزارت د څرګندونو له مخې؛ د مهاجرینو چارو له ریاست سره له نوم لیکنې وروسته د نورو مرستو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ، د مهاجرت او د خوړو نړیوالې ټولنې دفترونو ته ور وپېژندل شول.
دغه راز له ۱۸ کلونو کم عمره دوه کسان، چې بندیان ول د مرستې لپاره OMPO موسسې ته ور پېژندل شوي.
ویل کیږي، چې له هرې کورنۍ سره د حکومت له لوري لس – لس زره افغانۍ نغدي مرسته هم شوې ده.
تازه خبرونه
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت چارسمبالي د ازبکستان په شپږ اړخیزه غونډه کې ګډون وکړ
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت چارسمبالي حميدالله اخوندزاده پرون (سې شنبه د غویی څلورمه) د يوه پلاوي پر مشرۍ ازبکستان ته سفر کړی او د دې هېواد پر کوبتوب یې د افغانستان، روسيې، بېلاروس، پاکستان، قزاقستان او ازبکستان هېوادونو ترمنځ په شپږ اړخيزه غونډه کې ګډون وکړ.
د افغانستان پلاوي په دې کتنه کې د نورو هېوادونو له استازیو سره د افغانستان، روسيې، بېلاروس، پاکستان، قزاقستان او ازبکستان هېوادونو ترمنځ د شپږ اړخيز دهليز له لارې د راکړې ورکړې د پراختيا په اړه خبرې وکړې.
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت ويلي، چې د دې غونډې په څنډه کې د دغه وزارت چارسمبالي د روسیې او بلاروس د ټرانسپورټ له مرستیالانو سره هم وکتل.
دغه راز د ټرانسپورت او هوايي چلند وزارت چارسمبالي د روسيې او بېلاروس د ټرانسپورټ وزارتونو له مرستيالانو سره د افغانستان او روسيې، افغانستان او بېلاروس ترمنځ د ټرانزيټي لارو د پراختيا او د ټرانسپورټي اسانتياوو د برابرولو په اړه خبرې وکړې.
ویل کیږي، چې د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت چارسمبالي د افغانستان په چارو کې د ازبکستان د ولسمشر ځانګړي استازي او د ټرانسپورټ له وزیر سره دوه اړخیزې ناستې کړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د ټرانزیټ پر پراختیا بحث او خبرې کړې دي.
-
تازه خبرونه2 days ago
وروستیو سیلابونو په افغانستان کې ۱۵۰۰ کورنیو ته زیانونه رسولي
-
نړۍ4 days ago
د جاپان دوه پوځي چورلکې بحر ته وغورځېدې
-
نړۍ2 days ago
د مالیزیا بحري ځواکونو د چورلکو په ټکر کې ۱۰ کسان مړه شول
-
تازه خبرونه4 days ago
د پاکستان سرحدونو وزیر د افغان کډوالو پر باعزته ستنېدا ټینګار وکړ
-
لوبی3 days ago
عینو مېنې، استقلال کابل او اټکانرژي فوټبال لوبډلې، خدیم افسي مات کړل
-
لوبی2 days ago
د موج ساحل لوبغاړي د جوانان واحدي لوبډلې پر وړاندې زړهراکښونکی ګول ترسره کړ
-
تازه خبرونه2 days ago
راشد خان د افغان بیسیم سوداګریز سفیر شو
-
سیمه ییز خبرونه3 days ago
د ایران ولسمشر پر درې ورځني سفر پاکستان ته ولاړ