عاجل خبرونه

ځینې کسان د سولې په وړاندې خنډ جوړوي- عبدالله عبدالله

(Last Updated On: December 18, 2018)

 د حکومت اجرائیه رییس وایي، ځینې کسان د سولې په وړاندې خنډ جوړوي او د جګړو دوام په دې معنا بولي، چې واک کې به شریک وي.

اجرائیه رییس عبدالله عبدالله د مهاجرت د نړیوالې ورځې په نمانځغونډه کې څرګنده کړه؛ ځینې غواړي د جګړې له لارې واکمن شي، چې دا امکان نلري.

د نوموړي د څرګندونو له مخې: آیا دا کیدی شي، چې دا کسان د خپلې خوښې نظام حاکم کړي؛ دوی د خبرو اترو هر فرصت له لاسه ورکړی، د دې معنا څه ده.

افغانستان یو له هغو هېوادونو دی، چې ډېر کډوال لري؛ له شپږ نیم میلیون زیات وګړي مهاجر دي، چې درې میلیون یې منل شوي او څلور میلیون نور په بېلابېلو هېوادونو کې له زرګونو ستونزو سره مخ دي. د کډوالو وزیر سید حسین عالمي بلخي وایي، کډوالي په افغانستان کې جدي ستونزه ده؛ خو د انساني قاچاق وړونکیو د پېژندنې او چارو د مخنیوي لپاره یوه کمیته جوړه شوې ده.

نوموړي زیاته کړې، چې ۱۰۰ ډلې نیول شوي، یوشمېر پر بند او اعدام هم محکوم شوي دي.

په روان کال کې اته سوه نوي زره افغانان بېرته هېواد ته را ستانه شوي، چې شپاړس زره یې د ایران او پاکستان کارتونه درلودل؛ خو اووه سوه درې زره نورو یې دا کارتونه نلرل.

د مشرانو جرګې لومړی مرستیال محمد علم ایزدیار وایي، د مهاجرت یو منفي اړخ افغان ځوانان دي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ جنګ او فقر د کډوالۍ ستر علت دی، چې حکومت په دې اړه خپله ستراتیژي هم بشپړه کړې نده.

کارپوهان وایي، حکومت د کډوالو د بېرته ستنولو لپاره منظم پلان نلري او بد اقتصادي وضعیت د دې سبب شوی، چې زرګونه تجربه لرونکي ځوانان هېواد پریږدي او یا هم جګړې ته مخه کړي.

About Ariana News

Avatar

Check Also

د ولسي جرګې معترضو نوماندانو د ځان سوځولو پرېکړه کړې

(Last Updated On: July 20, 2019)د ولسي جرګې اعتراص کوونکیو نوماندانو ویلي، که یې حکومت …