Connect with us

تازه خبرونه

هیله ده له طالبانوسره تبادله روان تاوتریخوالی لږ کړي- ترمپ

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ هیله من شوی، چې د حقاني شبکې د درې غړیو او د امریکایي پوهنتون د دوه استادانو تبادله به د سولې له بهیر او په افغانستان کې د اوربند له ټینګښت سره مرسته وکړي.

د سې شنبې پر ورځ(د لړم ۲۸) انس حقاني او د حقاني شبکې دوه نور غړي قطر ته ولیږدول شول او طالبانو هم د امریکایي پوهنتون دوه استادان د افغانستان په زابل ولایت کې له درې کلن بند وروسته آزاد کړل.

د امریکا او افغان دولت لید لوری دا دی، چې دا تبادله به د تاوتریخوالي په کموالي کې مهم ګام وي. لکه ، چې د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ په یوه تویت او له ولسمشر غني سره په ماښامنیو خبرو کې هم پرې ټینګار څرګند کړی دی.

ترمپ په خپل تویت  کې څرګنده کړې: هیله لرو، چې دا مساله د سولې په بهیر کې د ښه زیري سبب شي. لکه اوربند، چې وکړای شي د جګړې د پای لپاره ګټور پریوځي.

سیاسي هڅاند بشیر بېژند ویلي؛ د سولې لپاره شویو هڅو د تاوتریخوالي له کموالي سره هیڅ راز مرسته نده کړې.

 د ولسي جرګې ځينې غړي باور لري، چې د بندیانو تبادلې یوازنی دلیل دا دی، چې د افغان دولت او طالبانو تر منځ مخامخ خبرې پیل شي.

ورځپاڼه لیکوونکی نظري پریاني باور لري، چې دا تبادله به د راتلونکي لپاره ښه ګام وي.

دولت وایي، د دې لپاره یې د انس حقاني او دوه نورو طالبانو د خلاصولو پرېکړه وکړه، چې طالبان د سولې مخامخ خبرو ته حاضر شي؛ خو طالبانو له افغان حکومت سره خبرو ته چمتووالی ندی ښکاره کړی.

د امریکا متحدو ایالتونو او نړیوالو متحدینو یې د زندانیانو تبادله په نیک فال نیولې؛ خو نه په افغانستان کې تاوتریخوالی کم شوی او نه هم د سولې  روښانه څرک لګیږي.

د یادونې ده، چې د طالبانو او امریکايي پوهنتون د استادانو تبادله د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې خبرو له ودریدو وروسته تر سره شوه.

تازه خبرونه

افغانستان او چین په سیمه کې پوره همغږۍ او همکاریو ته اړتیا لري – امیر خان متقي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۴, ۱۴۰۳)

د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي ویلي، چې په سیمه کې وروستۍ پېښې او پرمختګونه ښیي، چې افغانستان او چین د ګډو ګټو د ساتلو لپاره پوره همغږۍ او همکارۍ ته اړتیا لري.

امیر خان متقي دغه څرګندونې په کابل کې د چین له سفیر ژاو‌شینګ سره په کتنه کې کړې دي.

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت نن (سې شنبه د غویی څلورمه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دواړو لوریو په سیمه کې د افغانستان او چین ترمنځ پر دوه اړخیزو سیاسي، اقتصادي او فرهنګي همکاریو او وروستیو پرمختګونو خبرې کړې دي.

د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي، اقتصادي او فرهنګي اړیکو له پراختیا څخه خوښي څرګنده کړه او وایي، چې اسلامي امارت د سوداګرۍ او پانګونې په برخه کې ښه فرصتونه رامنځته کړي دي.

امیرخان متقي وایي: چین ته د انارو او جلغوزیو د صادراتو زیاتوالی او د مس عینک او واخان دهلیز په پروژو کې پرمختګونه د اسلامي امارت د متوازن اقتصادي سیاست ښکاره بېلګې دي.

د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ د چین سفیر له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې شوي پرمختګونه مثبت وګڼل او زیاتوي: چینايي سوداګر او پانګوال به وهڅوي، چې له افغانستان سره د اوږدمهاله اقتصادي همکاریو په برخه کې خپل رغنده رول ولوبوي.

هغه دا ډاډ هم ډاډ څرګند کړی، چې هېواد به یې د واخان دهلېز د مسلې په اړه د دوه اړخیزو همکاریو لارې چارې او امکانات وارزوي.

Continue Reading

تازه خبرونه

راشد خان د افغان بیسیم سوداګریز سفیر شو

Published

on

(Last Updated On: غویی ۴, ۱۴۰۳)

د افغان بیسیم مخابراتي شرکت څرګنده کړې، چې راشد خان د دې شرکت د سوداګریز سفیر په توګه ټاکل شوی دی.

یاد شرکت په فیسبوک پاڼه کې څرګنده کړې؛ راشد خان ځوان، ټولنیز او نومیالی شخصیت دی، چې د هېواد د کرکټ په ډګر کې ښه ځلیدلی دی.

راشد خان هم په فیسبوک پاڼه کې د افغان بیسیم د سوداګریز سفیر په توګه د ټاکل کېدو په اړه خوښي څرګنده کړې ده.

هغه افغان بیسیم د یو غوره شرکت په توګه یاد کړی او څرګندوي، چې افغان بیسیم د مخابراتو په برخه کې یو مخکښ شرکت دی.

Continue Reading

تازه خبرونه

د اسلامي همکاریو ټولنې پلاوي د اروپايي ټولنې له استازې سره ولیدل

Published

on

(Last Updated On: غویی ۴, ۱۴۰۳)

د اروپايي ټولنې او اسلامي همکاریو ټولنې استازو په افغانستان کې د بشري او تعلیمي وضعیت په اړه خبرې وکړې.

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې چارسمبالې رافایلا یودیچه په کابل کې د اسلامي همکاریو ټولنې له ځانګړي استازي طارق علي بخیت او مل پلاوي سره وکتل.

میرمن یودیچه په ایکس پاڼه کې لیکلي، چې دوی د افغانستان پر بشري، اقتصادي او تعلیمي وضعیت خبرې کړې دي.

هغې زیاته کړې: بنسټیز ملاتړ اوس هم د خلکو لپاره اړین دی. د ښځو غږ باید په افغانستان کې د هر راز خبرو اترو او رغنده تعامل برخه وي.

له دې مخکې د اسلامي همکاریو ټولنې پلاوي د اسلامي امارت له چارواکو سره کتلي دي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!