عاجل خبرونه

کیدی شي په ننګرهار کې د داعش پر سنګرونو بل ستر بم هم وکارول شي- ګلاب منګل

(Last Updated On: April 16, 2017)

vlcsnap-2017-04-16-19h39m49s97

ننګرهار والي له آریانا نیوز سره په ځانګړې مرکه کې ویلي، چې که اړتیا شوه؛  د داعش په وړاندې به له دې هم خطرناک بمونه وکارول شي.

په اچین کې د داعشیانو د ظلم او ستم کیسې کیږي، چې په اسلامي خلافت کې یې خلک ډېر ځوریدلي دي؛ خو د امریکا لخوا په اچین ولسوالۍ کې د ستر غیراتومي بم کارولو د داعش مرکزونه له خاورو سره خاورې کړل.

د ننګرهار والي زیاتوي، له دې تونلونو داعشیانو د جګړې د مدیریت، پټیدو، د خلکو د وژلو لپاره د پلانونو په جوړولو او د وسلو د ځای پر ځای کولو کې کار اخیسته. تر اوسه درې تونله څېړل شوي؛ خو درې نور تونلونه تر څېړنې لاندې دي، چې ښایی له څېړنو وروسته تلفات نور هم زیات شي.

ننګرهار والي ګلاب منګل وایي؛ د دې احتمال شته، چې له دې خطرناک بمونه هم پر داعش ډلې وغورزول شي، چې د اچین ولسوالۍ د خلکو هم غوښتنه ده.

نوموړی مني، چې د امریکا لخوا  په اچین ولسوالۍ کې د ستر بم کارول کیدی شي چاپېریال زیانمن کړي؛ خو دې بم کیمیاوي او بیوشیمي توکي نه لرل.

د ننګرهار والي ټینګار کوي، چې د پنجشنبې د ورځې په بمي برید کې د داعشیانو شپږ سمڅې، چې د دې ډلې اصلي مرکز و؛ له منځه تللي او د داعشیانو تلفات د زیاتیدو په حال کې دي.

امریکایی ځواکونه او افغان کماندو سرتېري د بم غورزېدو ساحې ته نږدې دي. دوی په پام کې لري،  چې دغلته دایمي مرکزونه جوړ کړي. اوس هم د اچین په ولسوالۍ کې د داعش ډېر مرکزونه فعال دي؛ خو ډېر پیاوړي نه دي. له همدې امله ویل کیږي، چې اوس؛ نو امنیتي ځواکونو ته زمینه برابره شوې، چې داعش وځپي.

خبریال : باعث حیات

About Ariana News

Avatar

Check Also

ولسي جرګې د ننګرهار د خونړۍ پېښې په اړه بېړ نۍ ناسته تر سره کړه

(Last Updated On: October 19, 2019)ولسي جرګې د ننګرهار د خونړۍ پېښې په تړاو بېړنۍ …