عاجل خبرونه

کیدی شي د امریکایي پوهنتون دوه استادان ژوندي نه وي- د ولسي جرګې مشر

(Last Updated On: November 16, 2019)

د ولسي جرګې رييس ویلي، چې له طالبانو سره بندي د افغان امریکايي پوهنتون دوه استادان ښايي مړه شوي وي.

له طالبانو سره د افغان امریکايي پوهنتون د دوه بندي استادانو د خوشې کولو په بدل کې د انس حقاني او دوه نورو طالب چارواکو د خوشې کولو معامله اوس هم روښانه نده او له ځنډیدو یې پېنځه ورځې وروسته د ولسي جرګې ريیس میر رحمان رحماني ويلي، چې ښايي د انس حقاني په ګډون د درې طالب مشرانو د تبادلې له ګډوډیدو څخه بریښي، چې ښايي یاد استادان مړه شوي وي.

طالبانو دا ادعا رد کړې او څرګندوي، چې د افغان امریکايي پوهنتون دوه اړوند استادان ژوندي دي او له دوی سره په بند کې دي.

له بلې خوا د سولې عالي شورا مرستیال حاجي دین محمد ويلي چې په لوګر کې پر امریکايي سرتېرو د طالبانو د برید له کبله امریکا د تبادلې دغه معامله ځنډولې ده.

طالبانو ته نږدې سرچینو ويلي، چې انس حقاني او دوه نور طالب چارواکي د افغان دولت په بند کې نه، بلکې د امریکايانو په بند کې دي.

طالبانو دا هم ویلي، چې له امریکایانو سره د افغان امریکايي پوهنتون د دوه استادانو په بدل کې انس حقاني او دوه نورو طالبانو د را خوشي کولو په اړه خبرې روانې دي.

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي په خپل یوه تویت کې منلې، چې د حقاني شبکې درې غړي( انس حقاني، مالي خان او حافظ رشید اوس هم د افغان حکومت په .بند کې دي

نوموړي زیاته کړې، چې د طالبانو لخوا د شرایطو نه منل د تبادلې د ځنډیدو علت دی.

دا په داسې حال کې ده، چې ارګ د یادو طالب بندیانو پر خوشې کولو له بیا غوره خبر ورکوي او په ډاګه کوي، چې د هېواد د لوړو ګټو په رڼاکې به پرې بیا پرېکړه وکړي.

About Ariana News

Avatar

Check Also

د امریکا دفاعي چارواکو د سرتېرو پر کمولو او د عملیاتو پر روان ساتلو ټینګار کړی

(Last Updated On: December 12, 2019)د امریکا دفاعي چارواکو ويلي، چې په افغانستان کې د …