عاجل خبرونه

هند په افغانستان کې د ۱۱۶ ټولگټو پروژو د پيلولو ژمنه کړې

(Last Updated On: September 12, 2017)

د افغانستان بهرنيو چارو وزارت ویلي، چې نوي ډيلي او کابل د ۱۱۶ ټولگټو پروژو د عملي کولو تړون لاسليک کړی، چې د هېواد په ۳۱ ولایتونو کې به پلی کيږي.

د هند بهرنيو چارو وزارت څرګنده کړې، چې دغه پروژې به د روغتيا، ښوونې، انرژۍ، کرنې او په نور انکشافي برخو کې پلې شي.

د هند د بهرنیو چارو وزارت د څرګندونو له مخې؛ په دې پروژو کې به کابل او چاريکارو ته د اوبو رسولو، شاتوت بند، راستنیدونکیو کډوالو ته ښار گوټي او په مزار شريف کې یو پوليکلينيک شامل وي.

دغه راز د هند د بهرنيو چارو وزارت په ډاګه کړې، چې د افغان امنيتي ځواکونو د اولادونو لپاره به په راتلونکي کال کې پېنځه سوه ښوونيز بورسونه هم افغان حکومت ته ورکړ شي.

هند ته د افغانستان د بهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني د خپل سفر پر مهال د هند له لومړي وزير نريندرا مودي، بهرنيو چارو وزيرې سشما سوراج، د ملي امنیت له سلاکاراجیت دوال او نورو لوړپوړیو چارواکو سره ليدلي او پرسیاسي، امنیتي، اقتصادي او پراختیایي همکاریو یې خبرې کړې دي.

د افغانستان او هند د ستراتیژیک مشارکت شورا ناستې دا هیله راوټوکوله، چې له ترهګرۍ سره د مبارزې هڅې به ګړندۍ او د سولې لپاره هر اړخیزې هڅې به هم تر سره شي.

د افغانستان او هند د ستراتیژیک مشارکت شورا غونډه په کال کې یو ځل تر سره کیږي.

About Ariana News

Avatar

Check Also

په کابل کې د سلام مخابراتي شرکت پر سیمه ییزې څانګې دوه ماین چاودنې شوي

(Last Updated On: September 21, 2019)د کابل ښار د یوولسمې امنیتي حوزې په اړوند سیمه …