Connect with us

سوداگري

هند په کابل کې پر للندر بند کار پیلوي

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

هند غواړي په څو راتلونکیو میاشتو کې د نړیوال بانک پر همکارۍ د کابل پر للندر بند(شاتوت) کار پیل کړي.

د انرژۍ او اوبو وزارت وایي، هند د شاه توت بند جوړېدو ته ملاتړلې او په دې وروستیو کې یې نوم هم پر للندر بند اوښتی دی.

له دې مخکې هندي رسنیو ویلي وه، چې هند به پر دغه بند د زمري میاشتې پر لومړیو کې کار پیلوي.

د اوبو او برښنا وزارت وایي،  تر یوې میاشتې به د سیمې د استملاک کار پای ته ورسیږي او تدارکاتو ته به وسپارل شي.

د للندر پروژې مدیر ظریف ظریف وایي؛ للندر بند د ۱۴۶میلیون مترمکعب اوبو توان لري، چې دوه میلیون کسانو ته د څښاک اوبه برابروي او څلور زره هکتاره ځمکې ته ۹۷ میلیون متر مکعب اوبه برابرولی شي. د دې بند د جوړېدو لګښت ۲۳۶ میلیون دالرو ته رسیږي، چې د هند او نړیوال بانک لخوا ورکول کیږي.

اقتصادي کارپوه سید مسعود آریانا نیوطز ته په دې اړه وویل: نه یوازې پر شاتوت بند، بلکې که پر نورو ۴۴ بندونو، چې وړاندیز شوي؛ کار پیل شي هم به اقتصادي وده رامنځته شي او هم د اوبو له بحرانه ژغورل کیږو.                   

د پوهنتون استاد عبدالبصیر عظیمي هم په دې اړه ویلي، چې: د دغه بند جوړول به په کابل کې د اوبو کمیدو مخه ونیسي.         

د للندر بند تر څنګ په شکر دره ولسوالۍ کې د شاه او عروس بند د جوړېدو په حال کې دی، چې په دې بند کې د کار پڅوالي تخنیکي ستونزې جوړې کړي او دې کار یو لړ اندېښنې را پورته کړې دي.

خبریاله: سمیرا ظفری

Advertisement

تازه خبرونه

افغان او ایراني حکومتي مشرانو د سیاسي، اقتصادي، سوداګریزو او ټرانزیټي اړیکو پر پياوړتیا خبرې وکړې

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

د ریاستلوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر او د حکومت یو شمېر وزیرانو د ایران د ولسمشر له ځانګړي استازي او په کابل کې د ایران له سفیر حسن کاظمي قُمي سره وکتل.

د ریاست الوزراء د مرستیالۍ دفتر ویلي؛ د لیدنې پر مهال د سیاسي، اقتصادي، سوداګریزو او ټرانزیټي اړیکو پر پياوړتیا او په بېلابېلو برخو کې پر دوه اړخیزو همکاریو خبرې وشوې.

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال د افغانستان او ایران اړیکې ښې او مثبتې وبللې او څرګندوي، چې د اړیکو د پراختیا او پياوړتیا لپاره ګډ کار ته اړتیا ده.

ملا برادر وایي: سږ کال د اورښتونه د ډېروالي له کبله نیمروز ولایت او د ایران سیستان ته د هلمند سیند اوبه ورسېدې، چې دا به د دواړو هېوادونو د ولسونو ډېری ستونزې حل کړي.

دغه راز ملا عبدالغني برادر اخوند د ایران له لارې اروپايي هېوادونو ته د افغانستان تولیداتو ته د ټرانزیټي اسانتیاوې له برابرولو خوښي وښوده او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د ټرانزیټ او سوداګرۍ کچې د زیاتېدو غوښتنه وکړه.

په کابل کې د ایران سفیر سیستان ته د هلمند سیند د اوبو رسېدو په اړه خوښي څرګنده کړه او د دواړو هېوادونو د اقتصادې ودې او پراختیا لپاره اړینه بولي، چې هېواد به یې له افغانستان سره د سوداګرو د بانکي ستونزو د له منځه وړلو، د چاپېریال ساتنې پر وړاندې د ګډې مبارزې، د کرنې سکټور عصري کولو او همدارنګه د ایران له لارې د افغانستان د سوداګرۍ او ټرانزیټ کچې زیاتولو په برخو کې همکاري وکړي.

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال په ایران کې د میشت افغان کډوالو د ستونزو د یادونې تر څنګ له ایراني لوري وغوښتل، چې په جبري بڼه افغان کډوال را ونه‌باسي او په دې اړه د دواړو لوریو ترمنځ ښه همغږي رامنځته شي.

ویل کیږي، چې په دې لیدنه کې د اوبو او انرژۍ، کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ، د اطلاعاتو او کلتور وزارتونو چارسمبالو او په تهران کې د افغانستان چارسمبالي استازي فضل محمد حقاني هم حضور درلود.

Continue Reading

سوداگري

ماليزيايي پانګوال دې په افغانستان کې پانګونه وکړي – عزيزي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۵, ۱۴۰۳)

د صنایعو او سوداګرۍ وزارت چارسمبالي نورالدین عزیزي د مالیزیا د بهرنیو چارو، دفاع، کورنیو چارو وزارتونو او د افغانستان لپاره د دې هېواد د لومړي وزیر د دفتر له استازې ډاکټرې شازلینا بنت زین العابدین سره وکتل.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت ويلي؛ په دې کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پر پیاوړتیا، د دواړو لوریو دوه اړخیزو سوداګریزو اړیکو کنفرانس، د افغانستان او مالیزیا تر منځ د سوداګرۍ توازن او د افغانستان د محصولاتو لکه غالۍ، پنبه او کاني ډبرو لپاره بازار موندلو خبرې شوې دي.

ویل کیږي، چې په دې لیدنه کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت چارسمبالي په افغانستان کې د سیمې د هېوادونو د پانګونې پر زیاتوالي ټینګار کړی او د مالیزیا له پانګوالو غوښتل شوي، چې په افغانستان کې پانګونه وکړي.

Continue Reading

سوداگري

د اوسپنې پټلۍ له لارې ترکیې ته د افغانستان صادرات پیل شول

Published

on

(Last Updated On: غویی ۳, ۱۴۰۳)

د افغانستان کورنیو چارو وزارت ويلي، چې ترکیې ته د افغانستان صادرات د هرات – خواف د اوسپنې پټلۍ له لارې پیل شوي دي.

یاد وزارت په ایکس پاڼه کې لیکلي، چې ترکیې ته د افغانستان صادرات د هرات- خواف اوسپنې پټلۍ له لارې په ارامه فضا کې پیل شول.

د کورنیو چارو وزارت زیاته کړې، چې د یوې میاشتې لپاره به هره ورځ یو ریلګاډی او له هغې وروسته به هره ورځ دوه هغه حرکت ولري.

د کورنیو چارو وزارت د څرګندونو له مخې؛ د خواف – هرات اوسپنې پټلۍ امنیت د عامه ساتنې ملي ادارې د امنیتي ساتونکیو له‌خوا خوندي کیږي.

د خواف- هرات ریل پټلۍ پروژه نه یوازې دا، چې ایران او افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې نښلوي، بلکې د چین، ازبکستان، افغانستان، ایران، ترکیې او اروپا ترمنځ دوه زره کیلومټره دهلیز هم بشپړوي.

همدا راز افغانستان د نړۍ ازادو اوبو ته له لاس‌رسي پرته په وچه کې د پروت هېواد په توګه د ایران د اوسپنې پټلۍ او د ایران د سویلي بندرونو له لارې اروپا ته خوندي لار مومي.

ویل کیږي، چې دا د اوسپنې پټلۍ د ایران او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ لپاره ستراتیژیکه لار ده او د دواړو هېوادونو ترمنځ د ۶ میلیون ټنو مالونو د لیږد وړتیا رامنځته کوي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!