ډېر ژر به د سولې لپاره لویه مشورتي غونډه جوړه شي-اشرف غني

(Last Updated On: February 11, 2019)

ولسمشر غني د سولې په مشورتي غونډه کې څرګنده کړه، چې ډېر ژر به د سولې لپاره لویه مشورتي غونډه جوړه شي.

په هېواد کې دننه او بهر د سولې له خبرو سره همهاله ولسمشر غني په کب میاشت کې د لویې مشورتي جرګې له رابللو ډاډ څرګند کړ.

ولسمشر ویلي، چې دې جرګې ته به د بېړنۍ لویې جرګې په څېر ټول اغېزمن بهیرونه راوبلل شي.

وویل، چې د وري په میاشت کې به د کابل د بهیر په غونډه کې له سولې وروسته پر پلانونو خبرې وکړي او د افغانستان وده او پرمختګ به یقیني کړي.

ولسمشر دا هم په ډاګه کړه، چې د اساسي قانون ټول ارزښتونه به د جرګې ګډونوالو ته د اند څرګندونې لپاره وړاندې شي.

ولسمشر یو ځل بیا وویل، چې که وسلوال طالبان وغواړي، دوی تیار دي، چې په کابل کې ورته دفتر پرانیزي.

ولسمشر غني د مسکو غونډې ته په نغوته کې وویل، چې دوی د مسکو پر ځای غواړي په مکه مکرمه کې د سولې تفاهم لاسلیک کړي.

هغه ټينګار وکړ، چې له وسلوالو طالبانو سره سولې او تفاهم ته جدي اراده لري.

نوموړي دغه راز  د نوي کال په لومړۍ میاشت کې د کابل له درېیمې ناستې هم خبر ورکړ.

دا په داسې حال کې ده، چې د ولسمشر غني دغه چمتوالی په داسې حال کې نیول کیږي، چې وسلوالو طالبانو تر دې دمه د ولسمشر اشرف غني د سولې غوښتنو ته د نه ځواب ویلی او د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د لویې جرګې د جوړولو غوښتنه راپورته کړې ده.

About Ariana News

Avatar

Check Also

په ایران کې یوې ترفیکي پېښې له ۲۸ افغانانو خوږ ژوند اخیستی

(Last Updated On: November 14, 2019)د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې؛ د ایران د …