عاجل خبرونه

هند پر ۱۰۸ پراختیایي پروژو څه باندې ۳۱ میلیون دالر لګوي

(Last Updated On: فبروري 6, 2018)

 

په کابل کې د هند سفیر وایي، هند غواړي داځل د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې د یوسلو اته پراختیایي پروژو لپاره د ۳۱ میلیون دالرو مرسته وکړي.

په افغانستان کې د هند سفیر من پریت هورا وایي، دغه ۱۰۸ پروژې به د دغه هېواد په وروسته پاتې سیمو کې پلې شي.

د نوموړي په وینا؛ مونږ هیله لرو، چې د پراختیایي پروژو په پلي کیدو کې خپله ونډه تر سره او په راتلونکې کې هم نورې اقتصادي پروژې پلې کړو.

د ملي وحدت حکومت اجرایي رییس هند د افغانستان ښه همکار بولي او له هغو هېوادونو، چې په افغانستان کې پر ورانکاریو لګیا دي؛ غواړي، چې که اقتصادي مرستې نه شي کولی، له بې ثباتي دې هم ډډه وکړي.

د هېواد اجرائیه رییس عبدالله عبدالله وایي، هغه هېوادونه، چې د افغانستان په بې ثباتۍ، توعندي توغولو او ځانمرګو بریدونو کې لاس لري؛ باید وپوهیږي، چې له دغه کاره به څه تر لاسه نکړي.      

هند د افغانستان په بیا رغاونه کې څه باندې دوه میلیارد دالر لګولي او د بېخبنایي برخو تر څنګ یې په مخبینایي برخو کې هم نه یوازې ونډه اخیستې، بلکې پانګونه یې هم کړې، چې د هرات د سلما بند جوړول یې په اقتصادي برخه کې غوره بېلګه ده.

خبریاله: سمیرا ظفري

About Ariana News

Check Also

په ننګرهار کې ۲۴ داعش جنګیالي ملي امنیت ته تسلیم شوي

(Last Updated On: نوومبر 18, 2018) په ننګرهار کې د ۹ بهرنیانو په ګډون څلیریشت …